اقتصاد او سوداگري پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

پېښور کې افغان کونسلګرۍ د –افغان مارکیټ- د جنجال له کبله وتړل شوه

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په یوې خپرې کړې اعلامیې کې ویلي، چې دوی په پېښور کې پر افغان مارکېټ د پاکستاني پولیسو د چاپې اچولو او پر دغه مارکیټ د لګېدلي افغان بیرغ د بیا بیا را ټيټولو په غبرګون کې په پېښور خپل قونسلګري وتړله او د کوربه هېواد د پولیسو دا ډول چلند یې په کلکه غندلی دی.

په پاکستان کې د افغانستان سفارت نن د جمعې په ورځ/ د اکتوبر پر۱۱مه ، تلې۱۹مه په اعلامیې کې ویلي، چې دوی له مخکې نه د کونسلګري د تړلو موضوع د افغان مارکيټ پر ملکیت د را پورته شوي جنجال کې د پولیسو او حکومت د مداخلې سره تړلې، نو په همدې اساس د پېښور پولیسو پرته له دې، چې افغان سفارت په جریان کې واچوي، یو ځل بیا په ورته عمل لاس پوري کړی او افغان بیرغ یې هم له مارکېټ څخه کښته کړی دی.

په اعلامیې کې راغلي: د افغانستان اسلامي جمهوریت نوموړی عمل په کلکو ټکو غندي،د ډیپلوماټیکو او ښه ګاوندیتوب له اصولو خلاف یې بولي او د غبرګون په ډول په پېښور کې خپل قونسلګري تړي.
له کلونو کلونو راهیسې د پېښور ښار په فردوس بازار کې د میلیونونو ډالرو په ارزښت د افغان مارکیټ پر سر، چې د افغانستان بانک ملکیت دی او پاکستاني حکومت ته یې مالیه هم ورکول کېږي، د یوه پاکستاني کس چې د کشمېر اوسېدونکی دی او د افغان مارکیټ د ادارې ترمنځ د ملکیت پر سر دعوی روانه ده
. د مارکيټ مسؤلین او دکانداران وايي، چې مدعي کس جعلي اسناد جوړ کړي او د مځکو او مارکیټونو د غصب د مافیا په مټ غواړي دا افغانستان دا ملکیت د ځان کړي.
تر اوسه د خیبرپښتونخوا ایالتي او پاکستان مرکزي حکومت د افغان مارکیټ د قضيې په اړه رسمي دریځ نه دی په ډاګه کړی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون