افغانستان سلايډ (فيچر)

طالبانو د ځواکونو د ایستلو په تړاو د ټرمپ څرګندونو ته د امریکایانو هرکلی وستایه

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه ولسي او کمپایني غونډه کې یو ځل بیا خپلو پلویانو ته له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو او کورونو ته د ستنولو ژمنه ورکړه او پلویانو یې په تودو ولولو هرکلی وکړ، د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وايي د ځواکونو ایستل د افغان او امریکايي دواړو ولسونو غوښتنه ده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د ټرمپ د څرګندونو په اړه پر خپل ټویټر لیکلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو ایستل د امریکا او افغانستان په ګټه او د ولسونو مشترکه غوښتنه ده .

ښاغلی شاهین وايي: « موږ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د افغانستان د ستونزې حل بولو او دا دامریکې او افغانستان د ولسونو په ګټه هم دی.»

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون