لوبې

شپږیزه؛ گلبدین نایب د بست ساتونکي بریا ته ورسوله

د شپږیزې لیگ اتمې لوبې کې د بست ساتونکو د امو نهنگانو په وړاندې لوبه ترسره کړه. دغې لوبې کې امو نهنگانو د بست ساتونکو څخه په ۱۵ منډو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه د بست ساتونکو وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

د بست ساتونکو ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د گلبدین نایب پیاوړې او چټکې توپ وهنې په مرسته ۱۷۶ منډې جوړې کړې.

د بست ساتونکو لپاره گلبدین نایب په ۴۷ توپونو د اوو څلوریزو او پنځو شپږیزو په مرسته ۹۱ منډو جوړولو سره تر ټولو غوره او پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

امو نهنگانو لپاره ضیاءالرحمن ۳ او روښان بارکزی یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې د امو نهنگانو ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۱ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په ۱۵ منډو وبایلله.

امو نهنگانو لپاره ابراهیم ځدران په ۲۵ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۵ او منیر احمد په ۲۵ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۳۰ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ثابت شول.

بست ساتونکو لپاره گلبدین نایب درې وېکېټې اخیستلو سره تر ټولو بریالی توپ اچونکی ثابت شو. ضیاءالرحمن ۲ او نصرت الله او مسلم موسی یوه یوه وېکېټه واخیسته.

گلبدین نایب د پیاوړې توپ وهنې او توپ اچونې له امله د دغې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون