لوبې

شپږیزه؛ مس عینک اتلانو د سپین غر زمریانو څخه ماتې وخوړه

د شپږیزې لیگ نهمه لوبه د سپین غر زمریانو او مس عینک اتلانو ترمنځ ترسره شوه. دغې لوبې کې مس عینک اتلانو په څلورو منډو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه د سپین غر زمریانو وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

سپین غر زمریانو ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د نجیب ترکی غوره توپ وهنې په مرسته ۱۷۷ منډې جوړې کړې.

سپین غر زمریانو لپاره نجیب ترکی په ۴۶ توپونو د پنځو څلوریزو او پنځو شپږیزو په مرسته ۶۸ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه. شفیق الله شفق هم وروستیو اورونو کې په ۱۸ توپونو د دوو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۳۱ منډو جوړولو سره چټکه لوبه وکړه.

مس عینک اتلانو لپاره شفیق الله غفاري او نور احمد دوه دوه او نوین الحق او یمین احمدزی یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې د مس عینک اتلانو ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د محمد نبي او شفیق الله غفاري نیمه سلیزو په مرسته ۱۷۳ منډې جوړې کړې او په څلورو منډو يي ماتې وخوړه.

مس عینک اتلانو لپاره محمد نبي په ۲۹ توپونو د څلورو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۵۲ او شفیق الله غفاري په ۳۹ توپونو د څلورو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۵۸ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

د سپین غر زمریانو لپاره سید شېرزاد، نواز خان او کمپبېل دوه دوه او شاهدالله او ظاهر خان یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون