ټکنالوژي

د نړۍ تر ټولو چټک چارجېدونکی ځیرک موبایل معرفي شو!

اوپو کمپنۍ خپل نوی پیاوړی ځیرک موبایل کاروونکو ته معرفي کړ، چې یوازې ۳۰ دقېقو کې د سل فیصده چارجېدو وړتیا لري. د ځیرکو موبایلونو تاریخ کې دا لومړنی ځیرک موبایل دی چې یوازې نیم ساعت کې سل فیصده چارجېږي او یوازې ۵ دقېقو کې ٪۲۷ چارجېږي.

اوپو رېنو اېس (Oppo Reno Ace) نومې دغه ځیرک موبایل کې د اوپو کمپنۍ سوپر وې او او سي ۲٫۰ ټکنالوژي کارول شوې چې د چارج وړتیا تر ۶۵ واټ پورې لوړوي.

اوپو کمپنۍ له اوږدې مودې څخه د چټک چارج ټکنالوژۍ له امله ځانگړی شهرت لري. دغې کمپنۍ په ۲۰۱۶ کې هم ډاسې ټکنالوژي وړاندې کړې وه چې یوازې ۱۵ دقېقو کې يي ۲۸۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ له صفر څخه ٪۱۰۰ چارجوله.

خو اوپو رېنو اېس نومې ځیرک موبایل کې له دې غوره ټکنالوژي کارول شوې، ځکه چې دغه ټکنالوژي یوازې نیم ساعت کې ۴۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ په بشپړه توگه چارجوي، او که چېرې د اوپو کمپنۍ دغه ادعا ثابته شي، نو دا به نړۍ کې تر ټولو چټک چارجېدونکی ځیرک موبایل وي.

له دې سربېره، په دغه ځیرک موبایل کې ۶٫۵ انچه امولېډ ډوله مخ‌پاڼه ورکړل شوې. دغه مخ‌پاڼه پاسنۍ برخه کې واټر ډراپ ډوله ناچ لري. د گوتې نښې سېنسر هم تر مخ‌پاڼې لاندې ورکړل شوې.

له دې سربېره د کوالکوم کمپنۍ سنپ ډراگن ۸۵۵ ډوله پیاوړی پروسېسر، ۸ – ۱۲ گېکابایټ رم او ۱۲۸ – ۲۵۶ گېگابایټ فایل ثبتونې وړتیا د دغه ځیرک موبایل له نورو مهمو ځانگړنو څخه دي. کاروونکي يې د فایل ثبتونې وړتیا د میموري کارت کارولو په مرسته نور هم لوړولی شي.

رېنو اېس شاتنۍ برخې کې څلور کامرې لري، چې ۴۸ مېگاپکسله اصلي کامره، ۱۳ مېگاپکسله ټېلې فوټو لېنز کامره چې د ۵چنده هایبرېډ زوم وړتیا لري، ۸ مېگاپکسله الټراوایډ انگل لېنز او ۲ مېگاپکسله مونوکروم کامره په کې شامل دي. مخکینۍ برخې کې ۱۶ مېگاپکسله وړتیا لرونکې کامره لري.

د گېمونو مینه‌والو لپاره دغه ځیرک موبایل کې پرمختللې سړونکی سیستم ورکړل شوی، چې په مرسته يې حتی لوړ گرافیک لرونکي گېم کولو پر مهال هم موبایل نه گرمېږي.

دغه ځیرک موبایل اوسمهال چين کې کاروونکو ته وړاندې شوی چې ۸ گېگابایټ رم او ۱۲۸ گېگابایټ فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه يي ۳۰۰۰ چېنايي یوان، ۸ گېگابایټ رم او ۲۵۶ گېگابایټ فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه ۳۱۹۹ یوان او ۱۲ گېگابایټ رم او ۲۵۶ گېگابایټ فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه ۳۷۹۹ یوان ټاکل شوې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون