ټکنالوژي

سامسنگ د نوټ۱۰ ارزان بیه بڼه وړاندې کوي

څو اوونۍ وړاندې سامسنگ کمپنۍ خپل د ۲۰۱۹ کال تر ټولو پیاوړی او گران بیه ځیرک موبایل، گلکسي نوټ۱۰ لړۍ، ځیرک موبایلونه معرفي او کاروونکو ته وړاندې کړل.

سامسنگ کمپنۍ د لومړي ځل لپاره په یو ځل د گلکسي نوټ د لړۍ دوه ځیرک موبایلونه، گلکسي نوټ۱۰ پلس او گلکسي نوټ۱۰، معرفي کړل، خو داسې ښکاري چې سامسنگ غواړي د دغې لړۍ بل ځیرک موبایل هم معرفي کړي.

د «سم موبایل» د راپور پر بنسټ، د سامسنگ دغه راتلونکی ځیرک موبایل به گلکسي نوټ۱۰ لایټ په نوم کاروونکو ته وړاندې شي. له دې امله چې دغه ځیرک موبایل به د نوټ۱۰ لړۍ څخه شمېرل کېږي، نو سامسنگ کمپنۍ غواړي د گلکسي اېس لړۍ څخه وړاندې دغه ځیرک موبایل کاروونکو ته وړاندې کړي.

سامسنگ هر کال د فبروري په میاشت کې د گلکسي اېس لړۍ نوي ځیرک موبایلونه معرفي کوي، چې له همدې امله اټکل کېږي چې نوټ۱۰ لایټ به شاید د دغې نېټې له را رسیدو څخه وړاندې کاروونکو ته معرفي شي.

د راپورونو پر بنسټ، گلکسي نوټ۱۰ لایټ (SM-N770F) به لومړی په اروپايي بازارونو کې، په دوو مختلفو رنگونو – سور او تور – کې کاروونکو ته وړاندې شي.

تر دې مهاله د نوټ۱۰ لایټ د مهمو ځانگړنو او بيې اړوند هېڅ ډول معلومات نه دي ورکړل شوي.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۹ په فبروري کې سامسنگ د گلکسي اېس لړۍ درې ځیرک موبایل گلکسي اېس۱۰ اي، گلکسي اېس۱۰ او گلکسي اېس۱۰ پلس معرفي کړل، او اوس دغه کمپنۍ غواړي د نوټ ۱۰ د لړۍ درېیمه بڼه هم کاروونکو ته وړاندې کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون