افغانستان سلايډ (فيچر)

کورنیو چارو وزارت د غیرقانوني وسلو او وسایطو ټولولو ته ملا تړلې

د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د دغه وزارت مشرتابه د غیرقانوني وسلو او وسایطو د ټولولو په هدف خپلو ټولو امنیتي منسوبینو او ځواکونو ته امر کړی، چې په پلازمېنه او ټولو ولایتونو کې له غیرمسووله وسله والو غیر قانوني وسلې او وسایط را ټول او ضبط کړي.

اعلامیه وايي، له تېرې ورځې راهیسې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له نورو امنیتي ځواکونو سره یوځای د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د تلاشۍ تمځایونه جوړ کړي، چې په ترڅ کې ګڼ شمېر غیرقانوني او بې اسناده وسلې او وسایط ضبط کړي دي.

همداراز تېره ورځ د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د تلاشۍ تمځایونو په لړ کې د ۱۴۳ تورو ښیښه لرونکو زرهي وسایطو ښیښې پاکې او ۳۱ عراده بې اسناده وسایط قید او ضبط شول.

ځانګړو ځواکونو له غیر مسووله وسله والو ۲۵ جوړې نظامي یونیفورم، یو پایه جمَر (د سېګنال شلوونکې آله) او ګڼ شمېر وسلې هم ضبط کړې دي.

کورنیو چارو وزارت له هېوادوالو څخه د تورو ښیښه لرونکو وسایطو د پاکونې او غیرقانوني وسلو او وسایطو په ضبط کې له خپلو ملي پولیسو سره د همکاري غوښتنه کړې.

اعلامیه وايي،  چې د غیرقانوني وسلو او وسایطو د ضبط او همداراز د تورو ښیښه لرونکو وسایطو د پاکونې لړۍ به په کابل او ټولو ولایتونو کې دوام لري.

تر اوسه پورې د کورنیو چارو وزارت د د غې لړۍ په پيل کې د پولیسو له لورې د تور ښيښو د موټرو او غیر قانوني وسلو د ضبطولو په غبرګون کې لومړی ټکر د پارلمان له یو شمېر سره رامنځته شوی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون