افغانستان سلايډ (فيچر)

غلچکي بریدونو کې یو ډاکتر، یو ولسوال او یو دیني عالم وژل شوي

نن شنبه / تلې ۲۰مه مازیګر مهال د کابل ښار په کوټه سنګي سیمې کې ناڅرګندو وسله والو د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوال راز محمد په یوه غلچکي برید کې وواژه ، همدارنګه نن ماښام بیا په بلخ کې یو تن مشهور دیني عالم حیات الدین صاحبي او هم د ناڅرګندو کسانو لخوا ووژل شو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د میدان وردګو د جغتو د ولسوال راز محمد د وژلو مسؤلیت په غاړه واخیست.

همداراز په یوه بله پېښه کې نن ماښام مزارشریف ښار کې د بلخ ولايت یو تن ديني عالم مولوي حيات الدين صاحبي ووژل شو.

د بلخ امنيه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل رسنیو ته پېښه تائید کړه او ویې ویل چې دغه ديني عالم نن ماښام ۵:۵۰ دقیقې د مزارشریف ښار غازيانو کلا په سیمه کې د دوو وسله والو کسانو لخوا ووژل شو او برید کوونکي په تېښته بریالي شوي.ب

بل پلو بیا د غور والي ویاند خبر ورکړی، چې د غور په مرکز فیروز کوه ښار کې ناڅرګندو وسله والو یو ډاکټر په ډزو ویشتی او وژلی.

د دې ولایت د والي ویاند عبدالحی خطیبي ویلي، چې دغه ‌ډاکټر فیروز کوه ښار ته په ۳۰ کیلومترۍ کې ویشتل شوی.

هغه د پېښې پړه پر وسله والو طالبانو اچولې ده؛ خو وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون