سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د سوریې په شمال کې جګړې توندې شوې

په داسې حال کې چې امریکا ترکیې ته په سوریه کې د نظامي عملیاتو د نه درولو له امله ګواښ کړی، نن د سوریې پر شمال ختیځ باندې د ترکیې د پوځ بریدونه څلورمې ورځې ته وغزیدل او د راس العین له سرحدي ښاره د سختو جگړو راپورونه ورکول شوي،چې ترکي ځواکونه یې د نیولو ادعا کوي، خو کردي جنګیالي يې نه مني.

تیره شپه د ترکیې پوځ پر راس العین باندې بمباریو ته زور ورکړی و. راس العین د سوریې د دوو سرحدي ښارونو له جملې نه دی چې ترکیه پرې بریدونه کوي. د ترکیې د امنیتي ځواکونو یو لوړپوړي مقام د رویترز اژانس ته ویلي سرتیرو یې ددې ښار کنترول ترلاسه کړی، خو دغه رپوټ د کردي جنگیالیو له لورې رد شوی دی. دغه بریدونه پداسې حال کې زیات شوي چې د امریکا متحده ایالات هڅه کوي چې ترکیه پر سوریې باندې پوځي عملیات ودروي.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې پر سوریې باندې د ترکیې د پوځي عملیاتو دوام به د امریکا او ترکیې هیوادونو ترمنځ اړیکې سختې زیانمنوي او ښایي د سرغړونې په صورت کې دغه هېواد د امریکا له بندیزونو سره مخامخ شي.
د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردغان، د جمعې په ورځ اکتوبر ١١ نړیوالو فشارونو ته پام ونه کړ او وویل چې ترکیه به په سوریه خپل پوځي عملیات ونه دروي.

په سوریه کې د کردانو پر مشرۍ ادارې اعلان کړی دی چې د ترکیې د بریدونو په نتیجه کې نژدې دوه سوه زره کسان له خپلو کورونو بیځایه شوي دي.
زیات شمیر نورو هیوادونو هم پر سوریې باندې د ترکیې بریدونه غندلي دي او د بشري ناورین په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون