سلايډ (فيچر) کورنۍ

مسیر: اتلس کاله کې لومړنۍ بېړنۍ پارلماني ناسته د شخصي امتیازاتو لپاره ترسره شوه

له کابل څخه خپریدونکې –مسیر ورځپاڼې – د خپلې تازه ګڼې سرلیکنه کې د ولسي جرګې د ځينو وکیلانو او کورنیو چارو وزارت د مشرتابه ترمنځ تازه را پورته شوي جنجال ته کتنه کړې .

ورځپاڼه وايي، «ولسي جرګې په تېرو اتلسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د شپې بېړنۍ ناسته رابللې او د کورنیو چارو وزیر یې وربللی دی. دا بې سابقې غونډه ډېری خلک د شخصي غوښتنو او ګټو لپاره جوړه شوې غونډه بولي او وایي، وکیلان د ملت د ستونزو پر ځای، د خپلو شخصي ګټو لپاره ان د شپې بېړنۍ غونډې هم رابللی شي. د ولسي جرګې ځینې غړي خو بیا دغه غونډه غیر قانوني بولي. غونډه د پولیسو او د ولسي جرګې د ځینو غړو ترمنځ د ناندریو له رامنځ ته کېدو وروسته رابلل شوې ده. نږدې سلو وکیلانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وربللی و او د ځينو امنیتي چارواکو د ګوښه کېدو غوښتنه یې کوله.»

د ورځپاڼې په خبره ، وړمه شپه د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د ولسي جرګې د دوو غړو مریم سلېمانخېل او نریندر سنګهـ خالصه موټرونه د امنیتي ځواکونو د یوې پوستې له لوري درول کېږي. امنیتي سرچینې وایي چې موټرونو قانوني اسناد نه لرل، د استازو د ساتونکو وسلو جواز نه درلود او وکیلانو قانون ته درناوی نه کاوه. په کابل ښار کې د تورو ښېښو د سپینولو او غیر قانوني موټرونو د درولو کمپاین له څو ورځو راهیسې پيل شوی، خو وړمه شپه وکیلانو د دغه کمپاین پر وړاندې غبرګون وښود. د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو غوښتل د یادو وکیلانو د موټرونو ښیښې سپينې کړي، د موټرونو اسناد وګوري او د وسلو د جواز پوښتنه وکړي، خو وکیلانو د دوی پر وړاندې غبرګون ښودلی دی او د پولیسو دغه کار یې غیر قانوني بللی دی.

تر یو ساعت ناندریو وروسته پولیس د وکیلانو له ساتونکو وسلې اخلي او په څو ساعتونو کې نور وکیلان هم دغه سیمې ته رسېږي. دوی له خپلو وسلو او ساتونکو په استفادې د څو ساعتونو لپاره د نهمې حوزې په مربوطاتو کې د تګ راتګ یوه مهمه لار د ترافیکو پر مخ تړي. عیني شاهدان وايي چې وکیلانو پر پولیسو د برید ګواښ کاوه او تر اوږدو ناندریو وروسته یې د وکیلانو ساتونکي له پولیسو خلاص کړل. په همدې شپه د ولسي جرګې نږدې سل غړي د کورنیو چارو وزیر پارلمان ته رابولي او له نوموړي د تېرې شپې د پېښې پوښتنه کوي. د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي چې دی به د قانون په رڼا کې پېښه څېړي.

د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، کورنیو چارو وزارت په لوی لاس او پلان شوې توګه هڅه کوي چې وکیلانو ته سپکاوی وکړي، نو له دې امله د ځینو امنیتي چارواکو د ګوښه کېدو غوښتونکي دي. خو بلخوا د ولسي جرګې ځینې نور غړي دغه مسئله له شخصي عقدو، غوښتنو او ګټو را ولاړه شوې بولي او وایي، د قانون په رڼا کې دې وڅېړل شي. د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست وایي، وکیلانو ځکه اعتراض کړی چې ولې قانون ورباندې عملي کېږي. بشردوست وايي: ((په نیمه شپه کې یې د قانون خلاف جلسه جوړه کړې وه، چې ولې قانون راباندې عملي کېږي؟ ولې مو د موټرو تورې ښېښې سپينېږي؟ حیرانوونکې ده)).

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون