افغانستان سلايډ (فيچر) نړيوالې

والسټریټ ژورنال: امریکا او طالبان دا ځل د سولې له خبرو مخکې د باورجوړونې فضاء رامنځته کوي

امریکايۍ والسټریټ ژورنال ورځپاڼې، په تازه ګڼه کې د خپلو سرچېنو د معلوماتو له مخې خبر ورکړی ، چې زلمي خلیلزاد اسلام اباد ته په خپل وروستي سفر کې د طالبانو له مرستیال مشر ملا برادر او ورسره سیاسي استازو سره د طالب بندیانو په ځانګړي ډول د انس حقاني او امریکايي استادانو د تبادلې تر څنګ د سولې د مذاکراتو په بیا پیل هم خبرې کړې دي.

والسټریټ ژورنال ورځپاڼه وايي، زلمي خلیلزاد له ملا برادر اخند سره په اسلام اباد کې مخامخ د سولې د خبرو د بیا پیل خبره یاده کړې ده. همدارنګه ښاغلي خلیلزاد د ملګرو ملتونو د ۷۴مې عمومي غونډې په څنډه کې د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره هم په دې اړه خبرې کړې دي چې د ډونلډ ټرمپ له ټویټ وروسته د طالبانو- امریکا د سولې لغوه شوې خبرې بیا څنګه پيل شي؟

ورځپاڼه وايي، خلیلزاد او د طالبانو د مشرتابه سیاسي مرستیال او د قطر دفتر اوسني مشر ملا برادر په دې لیدنه کې د اعتماد د بیا جوړونې، د تاوتریخوالي د راکمولو او زندانیانو د تبادلې په تړاو مهم بحثونه کړي دي.

ورځپاڼه وايي، تېره اوونۍ د ټرمپ دا څرګندونې چې نور د دې وخت را رسېدلی چې له افغانستانه خپل ځواکونه کورونو ته ستانه کړي او همداراز نه ختمېدونکې او اوږدې جګړې پای ته ورسوي، د دې ټکي څرګندويي کوي چې دواړه لوري بیا مذاکراتو ته روان دي.

والسټریټ ژورنال د امریکايي سرچینو له قوله لیکي چې طالبانو او زلمي خلیلزاد په دې موافقه کړې ده، چې د بګرام له زندانه د طالبانو د مرستیال مشر خلیفه سراج الدین حقاني د کشر ورور انس حقاني د خوشي کولو په بدل کې به دوی د امریکايي پوهنتون دوه استادان ور خوشي کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون