سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

جاپان کې سختو سیلابونو شل تنه مړه کړي او سلګونه نور ورک کړي دي

نن د جاپان په پلازمېنه توکیو او نورو سیمو کې د هاګیبیس په نامه د سخت توپان له کبله شاوخوا ۲۰ تنه مړه شوي او یو شمېر نور ورک دي، چې د د ورکو کسانو د موندلو او په اوبو کې دایسار شويو کسانو د ژغورنې لپاره د دغه هېواد ۳۱۰۰۰ امنیتي ځواکونه او د ژغورنې څه باندې ۱۰۰زره کارکوونکي ټوله شپه لګیا وو.

توپان نن د یکشنبې په ورځ /اکتوبر۱۳مه د جاپان په پلازمېنه توکیو او نورو سیمو کې د سختو بارانونو او سیلابونو لامل شو او ډېرې سیمې یې وځپلې. حکومت وايي په دغو پېښو کې ۱۴ تنه مړه شوي او ۱۱ نور ورک دي، خو د جاپان ملي خبري رسنۍ (ان آچ کیو) وايي چې ۲۴ تنه مړه شوي دي.

د جاپان د مرکزي سمندر ناګانو په ګډون د ډېرو سمندرونو اوبه له خپلې سطحې پورته شوي دي، د استوګنو سیمو، سړکونو او لارو کوڅو ته ختلي دي او خلکو ته یې ستونزې جوړې کړي. د همدغه کړکیچ له کبله په جاپان کې د رګبي د روان نړیوال جام د لوبو درېیمه سیالي هم لغوه شوه.

د جاپان پوځ د الوتکو په وسیله په ډېرو سیمو کې خلک له بامونو او اپارتمانونو څخه خوندي سیمو ته انتقال کړل او په یو شمېر نورو ښارونو کې بیا د موقتي کښتیو په وسیله خلک ژغورل شوي دي.

د یادونې ده ، چې د هاګیبیس توپان او سیلاب د جاپان د هونشو له ټاپو څخه پیل شو چې نورو سیمو ته وغځېده، په تېرو څه باندې شپېتو  کلونو کې په جاپان کې تر ټولو خطرناک او خونړی توپان بلل کیږي چې په یو ساعت کې ۲۱۶ کیلو مېتره واټن وهي.

د جاپان حکومت د دې توپان له راتلو مخکې څه باندې ۷ میلیونه خلکو ته له خپلو استوګنځیو نورو خوندي ځایونو ته د تګ امر کړی و، چې زیاترو یې ځانونه وایستل او یو ګڼ شمېر نور بیا د حکومت د مرستې په اسره د ژغورنې په تمه دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون