افغانستان سلايډ (فيچر)

بلخ کې د ملي اردو یوه نظامي چورلکه را غورځېدلې

په بلخ ولایت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي دفتر تائید کړه، چې نن سه شنبه / میزان۲۳مه مازیګر د ۵ بجو په شاوخوا کې د مزار شریف ښار د حیرتان دوراهي په سیمه کې د ملي اردو یوه پوځي چورلکه را نسکوره شوې، چې د څلورو پيلوټانو په شمول اوه تنه کمانډویان پکې وژل شوي.

دا چورلکه چې Mi-17 ماډل جنګي چورلکه وه، د شاهین قول اردو له قومندانۍ څخه د بلخ د مولانا جلال الدین هوايي ډګر ته الوتې وه، چې پر ځمکه را وغورځېده او له ۷ تنه سپرلۍ سره یو ځای له منځه ولاړه.

طلوع نیوز تلویزیون وايي، د شاهین قول اردو یوه چارواکي ورته منلې ده، چې په دې پېښه کې د څلورو پيلوټانو په شمول ۷ تنه کمانډویان وژل شوي دي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې نن هندوستان هېواد افغان هوايي ځواک ته دوې Mi-35 ماډل جنګي الوتکې ورکړې .

تر اوسه دا څرګنده نه ده ، چې ایا چورلکه د تخنیکي عوارضو له کبله را نسکوره شوې او که د وسله والو مخالفینو له لورې ویشتل شوي.
وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون