سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

ترکیې او امریکا په سوریه کې د ۱۲۰ ساعتونو لپاره اوربند وکړ

د ترکیې غږ رسمي چینل خبر ورکړ، چې ترکیې او امریکا په سوریه کې د ۱۲۰ ساعتونو لپاره د پوځي‌ عملیاتو د ځنډولو پر مسئلې هوکړې ته ورسیدل او د اوربند په دې ټاکل شوې موده کې به کردي جنګیالیو د ترکیې له سرحدي او امن سېمو څخه ځانونه باسي.

د راپورونو له مخې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس په مشرۍ امریکايي هیئت سره په خپله ماڼۍ کې وکتل او دغې لیدنې -کتنې پوره ۴ ساعته او ۲۰ دقیقې دوام وکړ.

پدې لیدنه کې ترکیه او امریکا په سوریه کې د ترکیې د ترکیې روان پوځي‌ عملیات د ۱۲۰ ساعتونو لپاره هوکړې ته ورسېدل.
د ویلو ده چې د اوربند د توافق له مخې به د وای پ جي‌ کردي جنګیالیو ډله د ۱۲۰ ساعتونو مودې په دننه کې په سوریه کې د ترکیې د پولو او د امن سیمې نه ووځي.

په دې هوکړه کې دا هم راغلي، چې په سیمه کې به ترکیه او امریکا په ګډه د امن سیمې د جوړولو لپاره کار کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون