روغتيا او ژوند

سپین چای او بې شمېره روغتیايي گټې يې!

افغانستان کې شین او تور چای ډېر مشهور دي، خو ایا کله مو د سپین چای اړوند هم څه اوریدلي؟
دغه چای ډېرې روغتیايي ځانگړنې لري. سپین چای د ښکلا لپاره کارېدونکو توکو کې هم کارول کېږي. دلته مو د سپین چای له یو شمېر مهمو روغتیايي گټو سره اشنا کوو:

د باکتریا ضد خواص لري
سپین چای د باکتریا ضد خواص لري او په دې ډول د بدن پوټکی له مېکروبونو او نورو باکتریاو څخه خوندي ساتي. سپین چای څښل به مو له هغو ناروغیو چې د مایکرو ارگانیزم او باکتریاو له امله رامنځته کېږي خوندي وساتي. همداراز عادي نزله او زکام هم درملوي.

ایا پوهېدئ چې د مېکروب ضد خواص لرلو له امله د لاس وینځلو صابون کې هم سپین چای کارول کېږي؟

انټي اکسېډنټ
سپین چای بې شمېره انټي اکسېډنټونه لري کوم چې بدن د ازادو رادیکالونو ناوړه اغېز څخه ژغوري. ازاد رادیکالونه بدن او DNA ته د جدي زیان رسولو وړتیا لري.

د هډوکو او غاښونو لپاره گټور دي

څېړنو ثابته کړې چې سپین چای څښونکي د نورو په پرتله پیاوړي او غوره تراکم لرونکي هډوکي لري.
سپین چای همداراز فلونایډ، تنېنس او پولیفیونلونه لري، چې په مرسته يې هغه باکتریاوې چې هډوکو کې د داغونو رامنځته کېدو لامل گرځي له منځه وړي. سپین چای کې شته د فلورایډ مرکب د غاښونو روغتیا غوره کوي او د غاښونو د سوري کېدو او نورو ستونزو څخه مخنیوی کوي.

د وینې فشار او غوړ (کولېسټرول) غوره کوي
څېړنو ښودلې چې سپین چای وینې رڼوي او د وینې رگونو حالت غوره کوي. همداراز د وینې رگونه روغ او پیاوړي ساتي، او په دې ډول د وینې لوړ فشار ټیټوي.

اضافي وزن کمول
څېړنو ثابته کړې چې سپین چای څښل په بدن کې د اډېپوجېنسس (Adeipogensis) څخه مخنیوی کوي. اډېپوجېنسس د غوړ یا وازدې د حجراتو رامنځته کېدو پروسې ته ویل کېږي.

د سرطان مخنیوی
څېړنو وړاندیز کړی چې سپین چای درملیز کیمیاوي او د سرطان ضد خواص لري او د سږو د سرطان مخه نیسي. خو څېړونکي وايي چې دغه برخه کې نورو څېړنو ته هم اړتیا ده.

ځیگر خوندي ساتي
سپین چای کېچن نومې انټي اکسېډنټ لري. دغه انټي اکسېډنټ ځیگر خوندي ساتلو کې د پام وړ مرسته کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون