سيمه، عرب او نړۍ

قطر را روان کال کې د بهرنيو کارګرو لپاره د کفيل نظام ختموي

قطر په داسې حال کې د را روان ۲۰۲۰م کال له پيل څخه د کفيل نظام د ختمولو اعلان کړی، چې ټاکل شوې ده د ۲۰۲۲ م کال د فوټبال نړيواله سيالۍ به په قطر کې وشي او د دې سيالۍ د تيارۍ لپاره قطر د زرګونو بهرنیو کارګرو کار ته اړتيا لري.

د قطر د کارګرانو او ټولنيزو چارو وزير يوسف محمد العثمان فخرو ویلي د بهرنيو کارکونکو لپاره د کفيل نظام په بشپړ ډول ختموي او همدارنګه تر ۲۰۲۲ کال پورې به په دغه هېواد کې د بهرنيو کارګرانو لپاره د لږې مزدورۍ او اجورې نظام هم پيل شي.

د بشري حقونو او مزدورانو د چارو څارونکې ډلې پر قطر نيوکې کوي، چې د مزدروانو حقونو ته درناوی نه کوي، خو د قطر حکومت اوس پرېکړه کړې، چې د کفيل نظام به نور په بشپړ ډول له منځه يوسي.

د قطر سربېره په سعودي او نورو عربي هېوادونو کې د بهرنيو کارګرانو لپاره د «کفيل» يا بادار شتون اړين دی، چې هلته به د ياد کفيل تر مشرۍ لاندې کار کوي او د هغه له اجازې پرته د کار ځای نه شي بدلولی.

د کارګرانو نړيوالې ټولنې هم د قطر حکومت د نوې پرېکړې ستاينه کړې ده.

ټگونه
نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون