افغانستان سلايډ (فيچر)

امریکا او ملګرو ملتونو د هسکې مېنې پر جومات خونړی برید وغانده

په کابل کې د امریکا سفیر جان باس او د ملګروملتونو مشر او د افغانستان لپاره د دغه سازمان استازولۍ یا یوناما په جلا جلا خبرپاڼو کې د جمعې په ورځ د ننګرهار د هسکې مېنې د جودرې پر جومات او لمونځ کوونکی شوی خونړی برید په سختو ټکو غندلی دی.

تېره ورځ ماسپښین مهال د ننګرهار د هسکې مېنې په جودرې جومات کې چې شاوخوا ۳۰۰ کسان پکې د جمعې پر لمانځه ولاړ وو، چاودنې او یا برید ترسره شو، چې د جومات د چت د را پریوتو له کبله لږ تر لږه ۶۴ تنه ووژل شول او تر دېرشو تنو زیات ټپیان شول.

عیني شاهدان او د سیمې اوسېدونکي وايي، تلفات له دوو وجو زیات شول، یو دا چې برید قوي و او بل دا چې داعش جګړه مارو د مړو را ایستلو ته نه پريښودل او پر خلکو یې ډزې کولې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو گوترش د ننګرهار د پرونۍ پېښې د غندنې ترڅنګ د پېښې د عاملینو د زر معلومولو او مجازات غوښتنه کړې ده.

نوموړي د یوې اعلامیې له خپرولو سره همدا شان افغان حکومت او ملت ته د دغې پېښې له کبله تسلیت ویلی او خواخوږي يې ورسره څرګنده کړې ده.

د امریکا سفیر جان بس او د یوناما مشر تدامچي یاماموتو په ټينګار سره ویلي، چې پر عبادت کوونکو بریدونه جنګي جنایت او ترسره کوونکي به یې هېڅکله بې پوښتنې پاته نشي.

طالبانو هم دا برید په کلکه غندلی او د دې جنایت ترسره کوونکي يې ظالمان او فتنه ګر بللي دي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار، ولسمشر ماڼۍ او نورو لوړوپوړو چارواکو هم دا برید غندلی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون