پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

پاکستان ته له مالي فساد سره د سختې مبارزې لپاره یو ځل بیا وخت ورکول شو

ISLAMABAD: PTI chairman Imran Khan addressing the participants of Azadi march .INP PHOTO by Sunny Ghouri

نړیوال مالي اقدام تورلیست ته د پاکستان د اچولو پر سر له اوږدو بحثونو او څېړنو وروسته پریکړه کړې،چې دغه هېواد څلور میاشتې نور هم په خړ ليست کي پاته شي،تر څو په راتلوونکي کې د مالي فساد او د ترهګرۍ په وړاندي مبارزه وکړي.

خو دغه سازمان وايي، که چيري پاکستان په ټاکل شوي وخت په کړو ژمنو عمل ونه کړ،نو تورليست ته به ور اضافه شي.

د نړیوال مالي اقدام مشر شيیانګمن په پاریس کې خبریالانو ته ویلي، پاکستان باید په څلورو میاشتو کې د فساد، ترهګرۍ، تورو پیسو د سپینولو او نورو اړوندو غیرقانوني کړنو پر وړاندې جدي اقدام وکړي او که ددوی خبرداري ته پام و نه کړي نو په تور لېست کې به شامل شي.

د نوموړي په خبره د پاکستان تېر اقدامات او فعالیتونه دوی ته د قناعت وړ نه و او هڅه کوي پر دغه هېواد نور فشارونه هم زیات کړي.

له وختونو راهیسې پر پاکستان د ترهګرو ډلو سره د مرستو او په دغه هېواد کې د هغوی د مالي ملاتړ په مخنیوي کې د پاتې راتلو له کبله له نړیوالو تورونو او فشارو سره مخ دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون