روغتيا او ژوند

ایا د شنه مرچ له حیرانوونکو روغتیايي گټو خبر یاست؟

شنه مرچ چې اکثره خلک يې خوړو کې د خوند او تریخوالي لپاره کاروي، بې شمېره روغتیايي او طبي گټې هم لري.

دلته مو د شنو مرچو له یو شمېر مهمو روغتیايي گټو سره اشنا کوو:

۱- سرطان څخه خوندیتوب
شنه مرچ د انټي اکسېډنټونو له تر ټولو غوره سرچینو څخه ده. دغه انټي اکسېډنټونه بدن د ازادو رادیکالونو له زیانونو ژغوري او په دې ډول د سرطان په وړاندې د بدن دفاعي سیستم په طبیعي ډول پیاوړی کوي او د عمر زیاتېدو پروسه هم ورو کوي.

۲- د هاضمې روغتیا
شنه مرچ زیاته اندازه فایبر لري، کوم چې کولمو کې د فضله موادو لېږد اسانه کوي او د کولمو پاکولو کې مرسته کوي. فایبر له بدن څخه د فضله موادو ټولول او د اطراحي سیستم له لارې خارجول اسانه کوي او په دې ډول د قبض ناروغۍ مخنیوی کوي.

۳- د سترگو روغتیا
شنه مرچ د وېټامین اې تر ټولو غوره سرچینه ده او وېټامین اې بیا د سترگو لید لپاره ډېر زیات گټور دی.

۴- پړسوب له منځه وړي
یوې نوې څېړنې ثابته کړې چې شنه مرچ لرونکي خواړه د سرطان مخنیوی کوي. شنه مرچ په خپل ترکیب کې کپسېسین لري، کوم چې د بدن د حجراتو د پړسوب او د پروستات د سرطان مخه نیسي.

۵- د اوسپنې غوره سرچینه ده
شنه مرچ د اوسپنې غوره او طبیعي سرچینه ده. اوسپنه د وینې هېموگلوبین کچه لوړوي، چې هغه د بدن حجراتو ته د اکسیجن رسول غوره کوي او د وینې د کمښت مرض په مخنیوي کې مرسته کوي.

۶- د منروالونو غوره سرچینه ده
شنه مرچ د منرالونو لکه منگنیز، پوټاشیم، اوسپنه او مگنیزیم غوره سرچېنه ده. پوټاشیم د وینې د لوړ فشار او زړه د درزا کنترولولو کې د پام وړ مرسته کوي.

۷- د پوټکي/جلد روغتیا
شنه مرچ په زیاته اندازه وېټامین اي (Vitamin E) لري، کوم چې د پوټکي د غوره روغتیا لپاره د اړینو غوړو موادو په تولید کې مرسته کوي.

۸- د بدن دفاعي سیستم غوره کوي
شنه مرچ د وېټامین سي غوره سرچینه هم دي. په شنو مرچو کې شته وېټامین سي په طبیعي ډول د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي او په دې ډول مو د زیاتو ناروغیو څخه ژغوري.

۹-  اضافي وزن کموي
شنه مرچ د بدن اضافي وازدې ویلي کوي. د بدن د میتابولیزم په لوړولو سره د اضافي وزن د کمښت لامل گرځي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون