پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

پښتونخوا کې د افغان کډوالو ګڼ کورونه نړول شوي دي

په پېښور ښار کې د افغان مارکېټ له شخړې یوه اونۍ وروسته ،چې په غبرګون کې يې کونسلګرۍ وتړل شوه، په صوابۍ کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وايي کورونه یې نړول شوي دي، چې په اړه یې د مهاجرينو د ستونزو د حل کميټې یو پلاوی ورغلی او هلته یې په سېمه کې د افغان کډوالو د کورونو نړول غندلي او دا کار یې د ټولو اسلامي او بشري معيارونو خلاف عمل بللی دی.

د راپورونو له مخې، د افغان مهاجرينو د ستونزو د حل کميټې د مشر الحاج ارسلاخان خروټی په مشرۍ نن ددې کميټې غړو د صوابۍ په ګندف کېمپ کې د افغان کډوالو له هغو نړیدلو کورونو څخه لیدنه وکړه، چې دوې وځې وړاندې د سيمه يېزو زورواکو له لوري نړول شوي وو.

د کډوالو استازو ویلي، چې دوی له پاکستاني چارواکوڅخه غوښتې دي، چې په ياد کېمپ کې د افغان کډوالو د کورونو د نړولو لړۍ ژر تر ژره ودروي او زيانمن شویو کورنيو ته دې د اړولیو زیان جبېره ورکړې .

بايد وويل شي چې له څه مودې راهيسې په صوابۍ کې ځينې سيمه ييز زورواکي افغان کډوال تهديدوي او کورونه يې ورنړوي چې له امله يې افغان کډوالو ته مالي زيان اوړي چې تر اوسه په دې اړه پاکستاني چارواکو او د يو اين ايچ سي ار مسؤلينو کوم اقدام نه دی کړی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون