افغانستان سلايډ (فيچر)

زلمي خلیلزاد د افغان سولې لپاره د تازه سفرونو لړۍ دا ځل له اروپا څخه پيل کړه

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون د نهايي کېدو او بیا د امریکايي ولسمشر له لورې د دغو خبرو د لغوه کولو کابو یوه میاشت را وروسته نن د یکشنبې په ورځ /اکتوبر ٢١ مه د سولې د خبرو د بیا پيلولو په موخه د تازه سفرونو لړۍ دا ځل د اروپايي هېوادونو بلجیم، فرانسې اوروسیې څخه پيل کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن ناوخته په یوه اعلامیه کې تائید کړه، چې ښاغلي خلیلزاد بروکسل، پاریس او مسکو ته سفر پیل کړی دی. په اعلامیه کې راغلي چې زلمی خلیلزاد به په بروکسل او پاریس کې د اروپایي ټولنې او ناټو د چارواکو په گډون د خپلو سیالو چارواکو سره وگوري. همدارنګه دوی به پدې اړه خبرې وکړي په افغانستان کې د سولې د راوستلو هڅې څنگه په ښه توگه گړندۍ کړي.

اعلامیه همداراز وایي چې په مسکو کې به ښاغلی خلیلزاد د روسیې او چین له استازو سره وگوري او د افغانستان د جگړې د پای ته رسولو په اړه به ورسره بحث وکړي.

ښاغلی خلیزاد پداسې حال کې دا هڅې بیا پیل کړي چې د امریکا ولسشمر دونالد ټرمپ څه موده وړاندې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرې بندې کړې وې.

له بلې خوا د امریکایي رسنیو په وینا د امریکا د دفاع وزیز مارک اسپر هم پدې خاطر افغانستان ته سفر کړی چې د طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پیل کیدو په اړه د افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرال سکاټ میلر ویلي،چې له تېرکال راهیسې او د طالبانو سره د ممکنه تړون څخه مخکې له مخکې یې له دغه هېواد څخه ۲۰۰۰ امریکايي عسکر ایستلي دي؛ خو ښاغلي اسپر دا احتمال هم یاد کړی، چې ښايي د طالبانو سره د ممکنې سولې موافقې باوجود په افغانستان ٨٦٠٠ امریکایي عسکر د ترهگرۍ سره د مبارزې لپاره پاته شي، خو بیا هم دا خبره د سولې له تړون سره تړلې بولي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون