افغانستان سلايډ (فيچر)

امنیتي چارواکي: روزګان کې د کمانډویانو په شمول شل سرتېري وژل شوي

د روزګان ولایت امنیتي چارواکو نن دوشنبې/د تلې ۲۹مه تائید کړه، چې د دې ولایت په ګیزاب ولسوالي کې له کابو اتلس ورځنۍ محاصرې وروسته تېره ورځ له طالبانو سره نښتو کې د اوو کمانډویانو په شمول ۲۰ تنه افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د روزګان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند خطاب خنجري څرګنده کړه، چې د یاد ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې نښتې ۱۸ ورځې مخکې پیل شوې وې او یو شمېر هغه سرتېري چې ټولټال ۵۰ تنو ته رسیږي، له تېرو پنځلسو ورځو راهیسې د طالبانو لخوا محاصره وو، خو مرکزي حکومت يې هیڅ مرسته ونه کړه؛ خو تېره شپه سیمې ته مرستندویه ځواک رسېدلی دی.

ښاغلی خنجري څرګندوي چې تېره شپه د افغان ځواکونو د مرستې په موخه کمانډو ځواکونه د هوا له لارې ورغلي دي. هغه وړاندې وايي:«تېرو ۴۸ ساعتونو کې اووه کمانډو، اته تنه پوځي سرتېري او پنځو پولیسو ژوند له لاسه ورکړی دی.»

د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند وویل، دغه راز وویل چې افغان ځواکونو تېرو ۱۵ورځوکې مرګ ژوبله نه درلوده، خو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

یوې امنیتي سرچینې وویل، په دغو نښتو کي د ملي اردو د اووم کنډک قوماندان ډګرمن فرید احمد اتل هم،چي د جګړې مشري هم په غاړه لري ،د خپلو یو شمېر سرتيرو سره ټپي شوی دی.

په ګېزاب ولسوالۍ کي د سرتېرو کورنۍ وايي، اوس یوازي محددود شمېر کمانډو سرتېري پاته دي او د مرستي د نه رسېدو په صورت کي به هغوی هم شاید یا ووژل شي او یا تسلیم شي.

امنیتي چارواکي وايي چې طالبان اوس هم پرمختګ کوي او اوس مهال د یادې ولسوالۍ د ودانۍ په پنځه کیلومټرۍ کې نښتې روانې دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون