افغانستان سلايډ (فيچر)

امریکا د سولې له تړون مخکې له افغانستانه خپل دوه زر عسکر ایستلي دي

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت مشر امریکايي جنرال سکاټ مېلر نن د دوشنبې په ورځ /اکتوبر۲۱مه په کابل کې د امریکا د دفاع وزیر سره په ګډ خبري کنفرانس کې د دغو سرتېرو د ایستلو خبره وکړه او زیاته یې کړه، چې امریکا په تېر یوه کال کې له افغانستان څخه په پټ ډول خپل ۲۰۰۰ عسکر ایستلي دي.

په دغه کنفرانس کې چې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیران، اسدالله خالد او مسعود اندرابي، هم ورسره وو. دوی وویل چې د امریکایي ځواکونو په وتلو خبر دي، خو ټېنګار یې وکړ چې افغان ځواکونه د امنیت ساتلو توان اوظرفیت لري.

د دغو عسکرو په ایستلو سره اوس په افغانستان کې د مېشتو امریکایي ځواکونو شمېر ۱۲۰۰۰ ته راښکته شوی دی.

که څه هم د دغو سرتېرو ماموریت د افغان ځواکونو روزنه، تجهیز او هغوی ته سلا مشورې ورکول دي؛ خو د دې ترڅنګ په اکثرو هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې له افغان ځواکونو سره هم اوږه په اوږه برخه اخلي.

د امریکا د دفاع وزیر مایک اسپر هغو خبریالانو ته چې له ده سره کابل ته په سفر تللي ویلي چې متحده ایالتونه کولی شي په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر نیمایي،۸۶۰۰ ته او یا له دې هم راکم کړي ، خو دا کار له طالبانو سره د سولې تر تړون پورې هم تړلی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون