افغانستان سلايډ (فيچر)

کابل کې د لوړپوړو امریکايي او افغان پوځي چارواکو څرګندونو ته د طالبانو توند غبرګون

طالبانو په یوه تازه اعلامیه کې د امریکا د دفاع وزیر، د غوڅ ملاتړ د مشر، دفاع او کورنیو چارو سرپرستو وزیرانو تازه څرګندونو ته چې نن دوشنبه/تلې۲۹مه یې کابل کې د رسنیو پر وړاندې وکړې، توند غبرګون ښوولی او ټینګار یې کړی، تر هغو چې یو بهرنی عسکر افغانستان کې وي، دوی به جګړه او مبارزه پرېنږدي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته څو شیبې وړاندې په استولې اعلامیه کې تر هر څه لومړی د یادو لوړپوړو چارواکو ادعاوې په کلکه رد کړې او وايي : « موږ د اشغالګر او مزدور دښمن دا پوچې او بې اساسه ادعاوې په کلکه ردوو، ترڅو چې یو اشغالګر امریکايي عسکر په افغانستان کې شتون ولري، زموږ مبارزه او جهاد به جاري وي.

د الله جل جلاله په نصرت موږ په تیرو اتلسو کالو کې ثابته کړې چې د نړۍ هيڅ قوت مو نه ماتولی شي اونه مو له خپلې پخې او کلکې ارادې څخه راګرځولی شي.»

نوموړي ویلي، چې هېواد کې د خپلواکي او اسلامي نظام د راوستلو لپاره به ټول خنډونه یا په زور او یا که مقابل لوری وغواړي، د خبرو او منطق له لارې له منځه وړي.

د طالبانو ویاند همداراز زیاته کړې، چې د دوی له لورې اعلان شوي –الفتح- عملیات د کورنیو او دفاع وزیرانو د څرګندونو خلاف بریالي روان او دوی به خپلو بریدونو ته لا هم دوام ورکوي.

د طالبانو په اند د امریکايي او افغان ځواکونو له لورې سږ کال په تر ټولو زیاتو بمباریو او ړندو چاپو کې بیا هم دوی ته ماتې نه ده ورکړل، شوې بلکې مقاومت او جګړې یې لا توندې او ګړندۍ شوې دي.

طالبان وايي، چې حالاتو او ځکمنیو حقایقو ته په کتو سره بیا هم دوی ته اخطارونه او ګواښونه کول، د ګټې پر ځای تاوان او هېڅ کومه نتیجه نلري او نه هم په دې ډول بریا ته رسېدلی شي:

د طالبانو د دې اعلامیې په یوه برخه کې راځي:  « د کابل ادارې چارواکې باید درک کړي، نور هغه وخت نه دی چې دوی غورځې پرځې وکړي، باید له عقل او سوچ څخه کار واخلي، لکه څرنګه چې د انګریزانو او شوروي اتحاد مزدورانو دلته ماتې وخوړه، د ملت او تاریخ په وړاندې سرټيټې شول، همداسې به امریکايي غلامان هم ذلیل کیږي.

په داسې حال کې چې تیره میاشت د امریکایانو لخوا په هیواد ۹۴۸ بمونه وغورځول شول، سلګونه چاپې ووهل شوې، سلګونه ملکي هیوادوال شهیدان او ټپیان شول، بیا هم د اسلامي امارت مجاهدینو د هیواد په شمال، جنوب، غرب او شرق کې هره ورځ پرمختګ ته دوام ورکړ او له دښمن څخه يې لاره ورکه کړه.په داسې حال کې لاهم اخطارونه ورکول او د مجاهدینو د له منځه وړلو خوبونه لیدل، جنون است، خیال است و محال. »

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون