افغانستان سلايډ (فيچر) نړيوالې

این بي سي نیوز: پنټاګون له افغانستانه د ټولو عسکرو د ایستلو پلان چمتو کړی

د امریکا این بي سي نیوز ویب پاڼې پرون/ د اکټوبر پر ۲۱مه خبر ورکړی، چې په دې وروستیو کې د امریکا د دفاع وزارت داسي احتمالي پلان جوړ کړی دی چي که چیري ټرمپ له افغانستانه د امریکايي عسکرو د سمدستي راوتلو امر وکړي، پنټاګون به ورته چمتو وي.

د پنټاګون چارواکي وايي دا احتمالي پلان د دې لپاره دی چي هسي نه چي ټرمپ له افغانستانه د ګردو امریکايي عسکرو د راایستلو لپاره فقط څو هفتې وخت ورکړي.

امریکايي رسنۍ په پنټاګون کې د خپلو سرچینو په حواله لیکي چې په سوریه کې د عسکرو په اړه د ټرمپ پرېکړې دې ته اړ کړي ترڅو له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو د وتلو په اړه یو بېړنی پلان او چمتووالی ولري.

رسنۍ ویلي چې ښایي ټرمپ په ناڅاپي توګه د سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړي او پنټاګون ته څو اونۍ وخت ورکړي، نو دوی به مخکې له مخکې پلان ولري. د پنټاګون چارواکو ویلي چې له افغانستان څخه د ټولو عسکرو د ایستلو پلان له سپینې ماڼۍ سره په ګډه جوړ شوی دی. امریکایي رسنۍ داسې مهال دغه راپورونه ورکوي چې د امریکا ددفاع وزیر افغانستان ته راغلی و او ټینګار یې وکړ ،چې سرتېري به یې ۸۶۰۰ او یا تر دې هم راکموي. خو په دې شرط چې د طالبانو سره یې د سولې خبرې یوه توافق ته ورسېږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون