افغانستان سلايډ (فيچر)

پکتیکا کې ډرون برید دوه تنه د ښوونځي جوړونکي انجنیران وژلي

د پکتیکا د اومنې ولسوالۍ د سیمې اوسېدونکي وايي، پرون دوشنبه/تلې۲۹مه دوه تنه انجنیران چې له څه مودې راهیسې په یوه لیرې پرته سېمه کې د یوه ښوونځي د جوړولو په چارو بوخت وو، تېره ورځ یې لېږدونکی موټر کار ته د تګ پر مهال په لاره کې تر هوايي برید لاندې راغی.

د سیمې اوسېدونکو ټولنیزو کې په نشر کړو انځورونو کې هغه سراچه موټر ښوولی، چې دا انجنیران یا ټیکه داران پکې په نخښه شوي او اوس مهال په یوه دښته کې ویجاړ شوی پروت دی.

تر اوسه د پکتیکا ځايي چارواکو د دې پیښې په تړاو نور جزئیات او د وژل شویو انجنیرانو په اړه معلومات چې ایا رښتیا هم انجنیران او که عام ټیکه داران وو، رسنیو سره نه دي شریک کړي.

د یادونې ده، چې سږ کال د ګډو ځواکونو په هوايي بریدونو او شپنیو عملیاتو سربېره د تګ راتګ ، جوماتونو ، ښادیو او آن د جنازې مراسمو dddکې هم د ورته خونړیو هوايي بریدونو په ترڅ کې لسګونه ملکي وګړي په نخښه شوي او ژوند يې له لاسه ورکړی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون