روغتيا او ژوند

که غواړئ د سترگو غوره لید ولرئ؟ دغه وړیا نسخې وازمویئ

سترگې د بدن تر ټولو اړینو او مهمو غړو څخه دي، چې له همدې امله ورته پاملرنه هم اړینه او هم مهمه ده. خو ځینې وختونه د سترگو پاملرنې لپاره وخت ځانگړی کول ستونزمن وي.

ایا پوهېدئ چې خپل د سترگو لید له عینکو او لېنز پرته هم غوره کولی شئ؟ ایا کله مو هم خپلو سترگو لپاره اړین خواړه او ورزش تجربه کړي؟

دلته مو له یو شمېر هغو طبیعي او اسانو کړنلارو سره، چې د سترگو لید مو غوره کولی شي اشنا کوو:

۱- مناسب خواړه وخورئ
د سترگو غوره لید ستاسې کاسې کې د شته خوړو پورې اړه لري. د خوړو کارپوهانو په باور لیوټین، اومېگا-۳ غوړ اسیدونه، وېټامین سي، اي او زېنک د عمر زیاتېدو له امله د سترگو لید برخه کې د رامنځه کېدونکو ستونزو مخنیوی کوي.

همداراز مناسب او صحي خواړه له اضافي وزن څخه مخنیوی کوي، او په دې ډول اضافي وزن پورې تړلې د شکرې ناروغۍ مخه نیسي. شکرې ناروغۍ په مشرانو کې د سترگو لید له لاسه ورکولو تر ټولو ستر لامل دی.

۲- په ورځني ډول ورزش
هره ورځ ورزش د سترگو لپاره هم گټور دی. یوې څېړنې ثابته کړې چې هغه کسان چې په ورځني ډول ورزش کوي – هره ورځ تقریباً ۶ میله منډه وهي – په هغوی کې د سترگو په ناروغۍ د اخته کېدو خطر د عامو خلکو په پرتله ٪۳۳ ټیټ وي.

یوې بلې څېړنې موندلې ، هغه کسان چې لږ تر لږه په اوونۍ کې څلور ځلي د ۴۰ دقېقو لپاره بایسکل چلوي، په هغوی کې په تدریجي ړوندوالي د اخته کېدو خطر ډېر لږ وي.

۳- سترگو ته ورزش ورکول
د بدن په څېر سترگې هم ځانگړي ورزشونه لري، چې د سترگو روغتیا او لید غوره کولو کې د پام وړ مرسته کولی شي. دغه ورزشونه باید سهار له خوبه تر پاڅېدو وروسته، د شپې تر ویده کېدو وړاندې او هر وخت چې د ستړیا احساس وکړئ، ترسره کړئ.

۴- خپلو سترگو ته د ارام کولو فرصت ورکړئ

کافي اندازه خوب د سترگو روغتیا لپاره مهم دی. خوب سترگو ته د بشپړ ارام او ترمیم فرصت ورکوي. لږ خوب کول د سترگو لید کمزوری کوي، نو له همدې امله، هره شپه باید ۸ ساعته خوب وکړئ.

۵- د لمر ضد عینکې وکاروئ
د لمر ضد مناسبې عینکې سترگې د لمر الټرا وایلېټ او UV وړانگو څخه ژغوري. زیاته اندازه لمر او د UV وړانگې انسان په تدریجي ړوندوالي او د سترگو اړوند په نورو ناروغیو اخته کوي.

د دغې موخې لپاره باید هغه عینکې چې ٪۹۹ – ۱۰۰ د لمر UVB او UVA وړانگې دفع کوي انتخاب کړئ.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون