پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

پاکستان هم د افغان سولې په تړاو د مسکو ناستې ته بلل شوی

پاکستان وايي، مسکو کې د روانې میاشتې په پنځه ویشتمه نېټه د افغانستان په اړه جوړیدونکې غونډې ته د ګډون لپاره بلنه ور رسیدلې، په دې غونډه کې به پاکستان، چین، امریکا او روسیه د افغان سولې په تړاو د طالبانو او امریکا د خبرو پر بیا پیل او د روانې جګړې په پای ته رسیدو خبرې وکړي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې دوی به د یادو هېوادونو سره یو ځای د افغان جګړې پر پای ته رسېدو او دلته د سولې پر راتګ خبرې وکړي.
پاکستان داسې مهال د مسکو په غونډه کې ګډون کوي چې دغه هېواد تل د افغانستان مسأله کې د افغان حکومت او نورو نړیوالو بنسټونو له لوري پر دوه مخی چلند، د ترهګرۍ په ملاتړ، روزنه او تجهیز تورن دی.

په ورته وخت کې چین هم غواړي چې د افغان سیاستوالو او طالبانو تر منځ د سولې ناسته جوړه کړي.

بیجنګ د دغې ناستې لپاره له افغان حکومت غوښتی چې خپل استازي ور وپيژني خو غیر رسمي راپورونه وايي، چې حکومت له چینايي چارواکو غوښتې چې د ټاکنو د پایلو تر اعلان پورې دې ورته صبر وکړي.

پخواني جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان رسنیو ته ویلي، بیجنګ د طالبانو او افغان سیاستوالو تر منځ د سولې ناستې ته ۳۰ کسان سیاستوال وربللي دي چې مشري به یې د حامد کرزي پر غاړه وي.

له دې وړاندې روسیې او پاکستان د افغان سیاسونو او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره غونډې درلودې خو ښکاره پایله یې تر اوسه نه ده ورکړې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون