لوبې

هندوستان ټېسټ لوبو کې سویلي افریقا کلین سویپ کړ

نن د هندوستان او سویلي افریقا ترمنځ درېیمه ټېسټ لوبه پای ته ورسېده. دغې لوبې کې هندوستان یو ځل بیا سویلي افریقا د یو اننگز او ۲۰۲ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې پچه هندوستان وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

هندوستان یو ځل بیا  د روهېت شرما پیاوړې توپ وهنې او غبرگې سلیزې په مرسته ۱۱۶٫۳ اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۴۹۷ منډې جوړې کړې او سویلي افریقا ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه.

هندوستان لپاره روهېت شرما په ۲۵۵ توپونو د اته ویشتو څلوریزو او شپږو شپږیزو په مرسته ۲۱۲ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه وکړه. رهانې په ۱۹۲ توپونو د اوولسو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۱۵ او جدېجا په ۱۱۹ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۵۱ منډو جوړولو سره هم ښه وځلېدل.

سویلي افریقا لپاره لېنډې ۴، رباډا ۳ او نورژې او پیډت یوه یوه وېکېټه واخیسته.

سویلي افریقا خپل لومړی وار توپ وهنې کې د کمزورې توپ وهنې پایله کې ۵۶٫۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۶۲ منډې جوړې کړې او فالو ان ته اړ شو.

سویلي افریقا لپاره یوازې زبیر احمد په ۷۹ توپونو د لسو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۲ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی و.

هندوستان لپاره یادف ۳ او محمد شامي، ندیم او جدېجا دوه دوه وېکېټې واخیستې.

سویلي افریقا دوهم وار توپ وهنې کې له لومړی وار څخه هم کمزورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ۴۸ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۳۳ منډې جوړې کړې او په دې ډول په یو اننگز او ۲۰۲ منډو يي ماتې وخوړه.

دوهم وار توپ وهنې کې سویلي افریقا لپاره ډي بروین په ۴۹ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۰ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی و.

هندوستان لپاره دوهم وار توپ وهنې کې محمد شامي ۳، یادف او ندیم دوه دوه او جدېجا او اشوېن یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون