افغانستان سلايډ (فيچر) سوله

سرچېنه: طالبان د چين په بين الافغاني غونډه کې ګډون کوي

په داسې حال کې چې د چین د بین الافغاني ناستې په تړاو خبرونه او د ګډونوالو نومونه له وړاندې لا رسنیو ته راوتلي، اوس تازه د طالبانو د سياسي دفتر سرچېنو منلې، چې د طالبانو پلاوی به د چين په پلازمېنه کې په راتلونکې دوه ورځنۍ بين الافغاني غونډه کې ګډون وکړي.

راتلونکې اوونۍ سه شنبه او چهارشنبه د چين پلازمېنې بيجينګ کې دوه ورځنۍ بين الافغاني غونډه ترسره کيږي او ويل کيږي، چې د ولسمشر غني د دويم مرستيال سرور دانش په مشرۍ پلاوی هم په دغه ناسته کې د ګډون لپاره له کابله ورځي.

خو ځينې راپورونه وايي، چې چینايي چارواکو د کابل څخه د ورتلونکي پلاوي لیست له طالبانو سره هم شریک کړی، چې طالبانو د غونډې له منتظمینو نه د ښاغلي دانش د نوم د لیرې کولو غوښتنه هم مطرح کړې.

د ارګ ماڼۍ سرچينو هم منلې، چې د چين په هڅو جوړه شوې ناسته کې به د حکومتي چارواکو سربېره افغان سياسيون ګډون وکړي، خو د پلاوي ترکيب تر اوسه نه دی نهايي شوی.

ارګ وايي، دا غونډه بين الافغاني مذاکرات نه دي، بلکې يوازې ډيالوګ دی.

د چين له بين الافغاني ناستې مخکې راتلونکې اوونۍ يکشنبه په مسکو کې د افغانستان سولې په اړه د امريکا، روسيې، چين او پاکستان څلور اړخيزه ناسته جوړيږي او کېدای شي هلته هم د افغان حکومت پلاوی ولاړ شي.

بل پلو په ورته کې د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې او امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړو استازو رونالډ کوبیا او زلمي خلیلزاد د یو شمېر نورو بهرنیو ديپلوماتانو سره یو ځای د اروپايې اتحادیې په مرکز کې د افغان سولې او له طالبانو سره د مذاکراتو د بیا پیلولو په تړاو غږېدلي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون