سلايډ (فيچر) نظر

د هسکې مينې د شهيدو کورنيو غږ ولې تر ولسمشره ونه رسيد؟

شاه محمود شېنواری

په دې کې شک نشته، چې ولسمشر تل هڅه کوي چې د ولسوونو ريښتينی غږ واوري او ستونزېې حل کړي خو له بده مرغه چې ولسمشر ته د ولس ريښتينی غږ ډېر کله نه رسيږي؟

زه د خپلې پورته خبرې د ثبوت لپاره شینوارو ته د ولسمشر د راتګ د وړمې ورځې کیسه کوم.

زه چې څه وایم دا هغه تریخ حقیقت دی، چې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل پرې ښه خبر او عیني شاهد دی، خو دا ښاغلی یې هم لامل نشي روښانه کولای.

زه د هغه تعهد له مخې دا حقیقت وايم چې، ولس سره مې ژمنه کړې، چې په ريښتينولۍ به مخته ځو.

د ولسمشرله راتګ يوه ورځ وړاندې د شنبې په سهار، یانې له پېښې يوه ورځ وروسته ، هلته چې د جودرې د څلور دیرش شهيدانو جنازې خاورو ته سپارل کېدې، موږ هم دې غمځپلې سیمې ته لاړو.

دغلته چې به د هر کور له مخې تېريدو د سيمې خلکو به راته وویل، چې په دې کور کې درې زلميان شهېدان شوي.

په دې کور کې هيڅ نارينه نه دي پاتی، په همدې ډول د هر کور تر څنګ چې به تېريدو، په کورونو کې د مېرمنو په ستوني کې بندې غلو غلو ژړاګانو د هر انسان غونی هک پک کولو او د غم ډکې کيسو سړی خپل وجدان ته ملامته کولو او هر باوجدانه انسان ته دا احساس پيدا کېدلو چې د دې وژل کېدونکي ولس غږ پورته کړي.

لنډه دا، چې په همدې ورځ د ګڼ شمېر کسانو په مخکې د قرباني شويو کورنيو ځينو غړو په ډير ټینګار غوښتنه کوله، چې خير دی ځوانانو زموږ غږ تاسو ورسوئ، سوداګرو ملکانو ته مو مه پريږدئ. هغوی زموږ د شهيدانو په وينو تجارت کوي.

موږ هم ورسره ژمنه وکړه، چې ستاسو غږ به تر ارګه رسوو.

ماښام ښار ته د راتګ سره سم خبر شو، چې سبا ولسمشر راځي، ما د ولایت وياند عطالله خوږياڼي ته زنګ وواهه چې زه هم په سبانۍ غونډې ګډون کوم او ګوره چې په اجنډا کې مې حتمي نوم وليکې چې د قرباني شويو کورنيو پېغام راسره امانت دی او ولسمشر ته يې رسوم.

سهار وختي چې کله ولسوالۍ ته لاړو، په قصدي ډول یوازې زما نه بلکې د شينوارو د فکري مرکز د هيڅ يوه غړي نوم په لیست کې نه وو، خو د لنډ جنجال وروسته ولسوالۍ ته داخل شو.

هلته زما نوم په اجنډا کې نه و د اکثرو ځوانانو ټينګار په دې و، چې زما نوم باید اجنډا کې ځای شي، خو زه د ولسوالۍ يو اطاق ته وغوښتل شوم او هلته د ننکرهار والي، محکمې رييس او د ولسي جرګې وکيل شپون په مخکې د ملي امنيت رييس راڅخه په ډيره تونده لهجه غوښتنه وکړه، چې ته به خبرې نه کوي .

ما په ډير ټينګار وويل زه ځکه خبرې کوم، چې ماسره د شهېدو د کورنيو خبرې امانت دي او ولسمشر ته سپينې سپينې وایم .
په دې مسله د غونډې اکثرا ګډونوال هغه وخت خبر شول.

شېبه وروسته بيا امنيتي کسان راغلل او دا ځل يې زموږ د فکري مرکز نور ځوانان هم وغوښتل او د هغوی په مخامخ تر دې حده وګواښل شوم، چې که خبرې دې وکړې نو سرچپه دې راځوړندووم، خو بلاخره دا ګواښ زموږ نورو ملګرو ته هم وشو.

موږ د دې په خاطر چې خدای مکړه د ولسمشر راتګ او د شهيدانو غمرازي ګډه وډه نشي موږ د غونډې په اخېره کې يوازې تشې ويناوې اوريدلې.

د دې څو ښاغلو لخوا اجنډا داسې جوړه شوې وه، چې د شهيدانو د کورنۍ اصلي غړي به ناست وي، خو دوی به هغو ملکانو ته د خبرو وخت ورکوي ، چې د اوغذ د بمبار پر مهال همدې ملکانو د شهيدانو مرستې په تپو تقسيم کړې وې، حجونه يې په تپو تقسيم کړي وه او دا ځل به د دې شهېدانو وينې پخپل منځ کې تقسیموي.

په دې مسله کې د ننګرهار والي، محکمې ريس او د ولسي جرګې وکيل ښاغلی شپون د شهيدانو د اصلي غږ د چپ کولو مسوول دي، ځکه دوی په دې مشوره کې شریک وه ، چې صرف تشريفاتي ويناوې وشي او د ولس ريښتيني غږ په مرۍ کې بند پاتې شي.

د خلکو دا نيوکې چې غونډه تشریفاتي وه سل په سلو کې حقیقت دی ، ځکه دا هر څه زما د سترګو پر وړاندې تېر شول .

په غونډه کې د قربانيانو د کورنيو له ډلې يوه هم خبرې نه دي کړي او نه وخت ورکړل شوی دی ، آن تر دې چې ولسمشر خپله انتقاد وکړ، چې تاسو بايد له مانه ډير څه غوښتي وای زه تاسو ته راغلی يم.

خو افسوس صد افسوس په داسې اداره چې ولسمشر غواړي د ولس ريښتينی غږ واوري اما ولايتي اداره درته په خوله پلستر لګوي او وايي ته به هيڅ نه وایی.

دا چې ولې؟ تر اوسه پورې مې څلور ځلې په ټلیفون او يو وار مې په مسېنجر کې والي صېب ته پېغام رسولی چې زه درسره ګورم او پر ما باندې د لګېدلي بنديز په اړه وضاحت راکړه، خو نه یې تراوسه زما مېسج ځواب کړی او نه یې فون پورته کړی دی.

په دې غونډه کې باید د قربانیانو د کورنیو غړو ته وخت ورکول شوی وای او هغوی اورېدل شوی وای، دا غونډه باید د رسنیو پر وړاندې ترسره شوې وای او د شینوارو پر ځمکه د روانو غميزو نه پرده پورته شوې وای، خو له بده مرغه چې دلته د ننګرهار چارواکو د خلکو پر ستونې پښې اېښي او نه پرېږدي چې د ننګرهار او په ځانګړي ډول د شینوارو رښتينی غږپورته شي.

يادونه: تر اوسه مې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل ته له زړه نه احترام لارلو د ډيرو ملګرو سره مې د والي په سر بحثونه او دفاع کړې، خو کله مې چې دا حقیقت په خپلو سترګو وليد، چې والي صیب او وکيل عبدالروف شپون دواړو د شهيدانو په حق سترګې پټې کړې، د دوی په اړه د خلکو دا نيوکې چې دوی په نمایشي، فرمايشي او ډراماتيکي رول کې ولس ته دوکه ورکوي سل په سلو کې موافق يم.

په درنښت
شاه محمود شینواری

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون