افغانستان سلايډ (فيچر)

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د طالبانو د قطر مشر ملا برادر سره کتلي

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر وياند سهيل شاهين وايي، چې د ملا برادر اخند په مشرۍ د دوى يوه ستر پلاوي ته د چين لخوا د بېجينګ د بين الافغاني غونډې بلنه ورکړل شوې ده او زیاتوي، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د چين خاص استازي دنګ شي جون په قطر کې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ له طالب استازو سره کتلي دي .

د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين ويلي د چين استازي ملا برادر ته په بيجينګ کې جوړيدونکي بين الافغاني کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې ده او طالبانو هم دا بلنه منلې ده، خو نوموړى وايي چې په دې غونډه کې به هم ګډونوال په شخصي توګه نظر وړاندې کوي.

نوموړي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، ‏”د چین هیواد د محترم ملا برادر اخند په مشرۍ دا.امارت یو لوی هئيت ته په کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې.یادکنفرانس په مسکو او دوحه کې دشویو کنفرانسونو لړۍ ده. ټول ګډونوال په شخصي توګه ګډون کوي او د افغانستان د مسئلې د حل دلارو چارو په اړه خپل شخصي نظر وړاندې کوي

شاهين ويلي د بيجينګ ناسته د مسکو او دوحې د بين الافغاني کنفرانسونو په دوام جوړيدونکی کنفرانس دی چې اړوند لوري به خپل نظرونه پکې څرګند کړي .

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون