سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د ناټو سازمان د دفاع وزیران سبا د افغانستان په اړه غونډه کوي

Family Portrait

د ناټو او اروپایې ټولنې له غړو سره د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي له بحثونو سره هم‌مهاله د ناټو د دفاع وزیران سبا پنجشنبه/اکتوبر۲۴مه د افغانستان د جګړې او سولې پروسې په اړه را ټولیږي او دوی به تر ډېره د افغان سولې او امنیتي ځواکونو پر پیاوړي کولو بحثونه کوي.

د ناټو سازمان یوه ویاند پیرز کزالي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، ناټو او ملګري یې پر دې خبرې کوي چې څنګه وکړی شي د سولې له پروسې سره همکاري وکړي او په افغانستان کې د ترهګرۍ روانه جګړه بریالۍ کړي.

دوی همدا راز پر دې هم خبرې کوي چې افغان ځواکونه باید تر دې هم پياوړي شي څو وکړی شي په سیمه کې د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي. د ناټو ویاند ویلي که د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې بیا پيلېږي دوی به یې هرکلی کوي او د ناټو په دې غونډه کې به یې د ملاتړ په اړه بحثونه وشي.

په ورته مهال کې اروپايي ټولنې او د ناټو د ځینو مهمو غړو هېوادونو استازو له زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې د سولې په برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ویلي چې په بروکسل کې یې د برېتانیا، ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې له استازو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

بل پلو په ناټو سازمان کې د امریکا استازې بیلي هتسون بیا په یوه ټوېټ کې ویلي دوی په ګډه کار کوي څو افغانستان ته تلپاتې ثبات او سوله راولي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون