اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر)

د غزني د زرکشان د مسو او طلا کانونه داوطلبۍ ته سپارل کېږي

د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت داوطلبۍ ته د غزني د زرکشان د مسو او طلا د کانونو د سپارلو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت ویاند سیحون کامګار د سه شنبې/اکتوبر۲۳مه په ورځ ازادي راډيو ته په په همدې اړه په خپلو خبرو کې وویل، لومړیتوب به هغه شرکت ته ورکړل شي چې لومړی اقدام وکړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وویل:پروسه داسې ده چې لومړی به شرکتونه په داوطلبۍ کې ګډون کوي او وروسته به تر ټولو غوره داوطلب سره مذاکرات او ورپسې قرارداد کېږي.

د کانونو وزارت وايي، د غزني په زرکشان کان کې د ۳۰ ميلیاردو ډالرو په ارزښت، د طلا او مسو زېرمې موجودې دي چې تر اوسه په مسلکي ډول نه دي ایستل شوې. د یاد وزارت په خبره، هڅه به یې دا وي چې په ښه او مسلکي ډول دغه کانونه را وباسي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، دا خصوصي سکټور ته هم یو ښه فرصت دی، څو په دغه برخه کې پانګونه وکړي.

د غزني د زرکشان کان د زرکشان په غره کې پروت دی، چې د مقر ولسوالۍ او قره باغ ولسوالۍ سره نیږدې لوړ غرونه دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون