روغتيا او ژوند

«زنټک درمل سرطان رامنځته کوونکي مواد نه لري»

د امریکا متحده ایالاتو د خوړو او درملو ادارې له څېړنې تېره ورځ اعلان وکړ چې د زړه سوي/معدې جوش لپاره زنټک «Zantac» نومې درمل او ورسره تړلې بڼې يې سرطان رامنځته کوونکي مواد نه لري، د دوی څېړنو ثابته کړې چې زنټک د سرطان رامنځته کوونکي مواد چې رنیتیدین کې موندل کېږي نه لري.

دا په داسې حال کې دی، چې له دې وړاندې ادعا شوې وه چې زنټک رانیتیدین (ranitidine) لري او رانیتیدین د سرطان لامل گرځي.

له همدې ادعا وروسته، د متحده ایالاتو مشهورو پلورنځیو لکه والمارټ، سي وي اېس هېلت کورپ والگرین فوټس الاینس او رایټ اېډ کورپ د زنټک درمل له خپلو پلورنځیو لرې کړی ول، خو اوس د متحده ایالاتو د خوړو او درملو ادارې له څېړنو وروسته اعلان وکړ چې پخواني ادعاوې سمې نه دي او دغه درمل د سرطان لامل نه گرځي.

زنټک هغه عادي درمل دی، چې په لوړه کچه د زړه سوی یا د معدې د جوش لپاره کارول کېږي او درملتونونو څخه له نسخې او د ډاکټر له سپارښتنې پرته هم ترلاسه کېدای شي.

له دې وړاندې، د همدې میاشت په پیل کې د امریکا متحده ایالاتو د خوړو او درملو ادارې ویلي ول چې رنیتیدین لرونکو درملو کې يي له اندازې زیات NDMA موندل شوی. دغې ادارې رنیتیدین جوړوونکو څخه غوښتي وو، چې دغو درملو کې د NDMA کچې موندلو لپاره ازموینې ترسره کړي او د خپلو تولیداتو نمونه دغې ادارې ته د نورو ازموینو ترسره کولو لپاره واستوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون