افغانستان سلايډ (فيچر) نړيوالې

نيويارک ټايمز: هلمند کې د طالبانو توغندیزو بریدونو پنځه امریکايي عسکر ټپيان کړي

نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي ، چې د سه شنبې په ورځ / اکتوبر۲۲مه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د طالبانو پرله پسې توغنديزو بریدونو پنځه امریکايي عسکر ټپيان کړي دي.

د نيويارک ټايمز په وينا طالبانو د امریکايي عسکرو پر مرکز توغنديز برید کړی، چې امله يې پنځه عسکر ټپيان شوي دي.

په افغانستان کې د ناټو قاطع ملاتړ ماموريت رسنیز دفتر تر اوسه هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

امريکايي ورځپاڼې دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې دوه ورځې وړاندې طالبانو په لښکرګاه کې د امریکايي عسکرو پر مرکز ۶۵ توغندي ورولولي وو.

طالبانو د دې برید مسؤوليت منلی و او ويلي يې و، چې هلمند کې يې د امريکايي عسکرو پر«بوسټ زون ۵۰۵» پوځي اډې ۶۵ توغندي توغولوي او لسګونو امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون