روغتيا او ژوند

د سترگو د غوره لید او ښې روغتیا لپاره مو سترگو ته دا ورزشونه ورکړئ

سترگې د بدن تر ټولو اړینو او مهمو غړو څخه دي، چې له همدې امله ورته پاملرنه هم اړینه او هم مهمه ده. خو ځینې وختونه د سترگو پاملرنې لپاره وخت ځانگړی کول ستونزمن وي.

ایا پوهېدئ چې خپل د سترگو لید له عینکو او لېنز پرته هم غوره کولی شئ؟ ایا کله مو هم خپلو سترگو لپاره اړین خواړه او ورزش تجربه کړي؟
د سترگو غوره لید او روغتیا لپاره دغه ساده او اسانه ورزشونه ترسره کړه:

تمرکز: خپل د لاس په فاصله یو قلم ونیسئ، او خپلې سترگې پرې متمرکزې کړئ. وروسته بیا ورو دغه قلم ځانته نژدې کړئ ترڅو ستاسې له پوزې څخه ۶ انچه فاصله ولري. بېرته يي ورو لرې کړئ، دغه ټوله پروسه کې خپلې سترگې په قلم متمرکزې وساتئ او دغه ورزش ۱۰ ځلې تکرار کړئ.

لنډ خوب: خپل سر شاته تکیه کړئ، خپلې سترگې بندې کړئ او د ۳ دقېقو لپاره ارام وکړئ.

خپلو شقیقو ته مساژ ورکړئ: د شصت د گوتې سرونو سره، خپلو شقیقو ته کوچنیو دایرو کې مساژ ورکړئ. لږ تر لږه ۲۰ ځلي ښې څخه کېڼ لوري او بیا ۲۰ ځلي کېڼ څخه ښي لوري ته مساژ ورکړئ. د وريځو منځنۍ برخې ته هم په ورته ډول او اندازه مساژ ورکړئ.

سترگې وغړوئ: پورته وگورئ او بیا ورو د دایرې په شکل لږ تر لږه ۱۰ ځلې د ساعت مطابق او لږ تر لږه ۱۰ ځلي د ساعت مخالف لوري ته سترگې وغړوئ.

خپلې سترگې گرمې کړئ: دواړه ورغوي سره تر هغې پورې چې لږ گرم شي وموښئ او ۵ ثانیو لپاره يې پر خپلو سترگو کېږدئ. دغه کړنه درې ځلي تکرار کړئ.

د دغو ورزشونو سربېره، یو شمېر داسې خواړه هم شته چې د سترگو لید غوره کوي او له ناروغیو څخه يې ژغوري.
د دغو خوړو اړوند نور معلومات زموږ لاندې راپور کې لوستلی شئ:

که غواړئ د سترگو غوره لید ولرئ؟ دغه وړیا نسخې وازمویئ

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون