د ملي دفاع وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ مازیګر څلور بجې شاوخوا د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د زرغون ښار سېمه کې هوایي برید د طالبانو یو مهم او خورا مطلوب قومندان قاري برهان له پنځو ملګرو سره په نخښه کړی دی .
د اعلاميې په متن کې راغلي، چې قاري برهان په لوګر او پلازمېنه کابل سربېره په ډېرو سېمو کې پر بهرنیو او کورنیو امنیتي ځواکونو د خونړیو بریدونو په طرح او ترسره کولو کې لاس درلود.
دفاع وزارت ویلي، چې له یاد قوماندان سره څو نور وسله وال طالبان هم په موټر کې سپاره کې وو.
د دفاع وزارت اعلامیې ویلي، چې قاري برهان د کابل د جمهوریت روغتون مخې ته موټر بم، د عبدالحق څلور لارې په ډله ییز برید او په ۱۳۹۴ کال کې د شاه شهید په موټر بم حمله کې چې سلګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله واړول لاس درلود.
بیانیه وايي، چې نوموړی په لوګر ولایت کې د طالبانو د نظامي کمېسیون مشر او د حقاني شبکې یو د باور وړ کس و.
نوموړي د تېر کال د اوربند پر مهال هم د برکې برک ولسوالۍ په یوه جومات کې له کابله ورغلي یو شمېر منورینو، ژورنالستانو او د سیمه يېزو ملکي چارواکو پر وړاندې د طالبانو د نظامي او سیاسي پالیسي په اړه خبرې کړې وي، چې د زیاتو خلکو توجه یې جلب کړې وه.
طالبانو تر اوسه د دې خبر په تړاو په رسمي ډول غبرګون نه دی ښوولی، خو ټولنیزو شبکو کې یو شمېر طالب فعالانو د نوموړي په اړه لیکنې او خواخوږۍ شریکې کړې دي.
څرگندون