افغانستان سلايډ (فيچر) سوله

د مسکو ناستې د امریکا او طالبانو د لغوه شویو خبرو د بیا پيل عاجله غوښتنه وکړه

د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د افغان سولې په تړاو په رابلل شوې څلور اړخیزې ناستې برخه‌والوچې تېره ورځ جمعه /اکتوبر ۲۵مه یې د افغانستان په اوسني سیاسي وضعیت او د سولې د خبرو پر لارو چارو بحثونه وکړل، د یوه پریکړه لیک په خپرولو سره د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو د بیاپیلېدو عاجله غوښتنه وکړه او ټینګار یې کړی، چې باید ټول هیوادونه له دې مذاکراتو ملاتړ وکوي.

یاده ناسته چې په مسکو کې د چین، امریکا، روسیې او پاکستان ځانګړو استازو پکې ګډون درلود د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره پای ته ورسېده، د دې ناستې په پای کې په خپاره شوي پریکړه لیک کې راغلي، چې سوله د افغانستان د خلګو له لومړنیو اړتیاوو څخه ده او باید په تړاو یې هڅې وشي، ترڅو له نظامي لارو د افغانستان نه حل کېدونکی کړکېچ له یوې سیاسي لارې حل ته ورسېږي.

په پریکړه لیک کې ددې تر څنګ ټینګار شوی، چې د طالبانو او امریکا تر منځ دې درېدلي خبرې بیا پیل شي او ټول هیوادونه دې د افغان حکومت او طالبانو په ګډون له مختلفو سیاسي جهتونو سره لاس یو کړي او دسولې په هڅو کې يې مرسته وکړي.

څلورو واړو هیوادونو د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتي، چې د بین الافغاني مذاکراتو په دوران کې دې اوربند وکړي او د ښه نیت په موخه دې د یو بل زندانیان ازاد کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون