افغانستان سلايډ (فيچر) نړيوالې

اسوشېټیډ پریس:د بېجنګ بین الافغاني غونډه تر ناڅرګندې نيټې ځنډیدلې

اسوشېټډ پریس خبري اژانس پرون جمعه د اکتوبر پر ۲۵مه د یو شمېر سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د افغان سولې په اړه د مسکو او دوحې د بین الافغاني غونډو په دوام د بېجنګ غونډه، چې ټاکل شوې وه د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې په چین کې تر سره شي،د ناڅرګندو لاملونو له کبله تر ناڅرګندې نیټې ځنډېدلې ده.

که څه هم تر دا مهاله د افغان سولې په اړه د چین د ین الافغاني ناستې د ځنډېدو لامل نه دی روښانه شوی، خو د افغان حکومت د سولې چارو وزارت تېره اونۍ د خپلو معیارونو د پوره کېدو سره په دې غونډه کې د ګډون خبر ورکړ او په دغه ناسته کې یې د افغان دولت پر ټول شمولیت او مرکزي رول ټینګار وکړ.

د چین په کوربتوب دغه ناسته، چې ټاکل شوې وه د روانې اکتوبر میاشتې پر ۲۹مه او ۳۰مه تر سره شوې وای، د طالبانو سیاسي مرستیال او د دغه ډلې د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ۱۵ کسیز طالب پلاوي هم ګډون کړی وای.

د اسوشېټد پریس خبري اژانس د راپور له ‌مخې ولسمشر اشرف غني چې په دغه ناسته کې د افغان دولت د استازو له ګډون سره مخالفت درلود، خو د ولسمشر غني ویاند صدیقي صدیقي پرون جمعه وویل، چې افغان دولت خپل استازي د چین غونډې ته استوي. نوموړي پر خپل ټوېټر لیکلي وو:افغان حکومت به په یو مناسب وخت کې د چین په غونډه کې د ګډون کونکو لېست د چین له حکومت سره شریک کړي.
د چین غونډه پر داسې مهال ځنډیږي، چې پرون جمعه د مسکو په څلور اړخیزه غونډه کې چین، روسیې او پاکستان له امریکا څخه غوښتي، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره ژر تر ژره له طالبانو سره بېرته خبرې پيل کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون