افغانستان سلايډ (فيچر)

د ناټو د دفاع وزیرانو له غونډې وروسته د خالد او سکاټ میلر څرګندونې

د بلجیم هېواد په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو له لورې د افغانستان په اړه له غونډې وروسته افغانستان کې د ټولو بهرنیو او امریکايي ځواکونو مشر قومندان جنرال سکاټ میلر ویلي، دوی به تر هغو خپلو حملو ته دوام ورکوي ، ترڅو چې امریکا او طالبان د سولې یوه تړون ته نه وي رسېدلي.

نوموړي نن په بروکسل کې له خبریالانو سره په خپلو خبرو کې وویل، چې دوی به د طالبانو د ځپلو لپار د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي .

بل پلو د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد په بروکسل کې د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو د ناستې په پای کې له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي، ناټو تر دې دمه د خپلو ځواکونو د ایستلو په برخه کې هیڅ پلان نه دی نیولی بلکې د بروکسل په ناسته کې یې د افغان ځواکونو د ملاتړ په دوام ټینګار هم وکړ.

د اسدالله خالد په وینا، د ناټو اوسنۍ ناسته د افغانستان لپاره اړینه وه، افغان ځواکونه پکې وستایل شول او د جګړې په ډګر کې د هغوی د لاسته راوړنو قدرداني وشوه.

هغه وویل، چې ناټو سازمان له افغان ځواکونو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او د خپلو ځواکونو د ایستلو پلان نه لري.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون