سلايډ (فيچر) سياست

پاکستان کې د افغان کډوالو ځورول؛ ستراتيژي که د سیاسي فشار تاکتیک؟

افغان کډوال

نړۍ نیوز – ۳۰ اگست ۲۰۱۶

له څو میاشتو راهیسې یو ځل بيا خيبرپښتونخوا او ټول پاکستان کې د افغان کډوالو پر ضد د ځورونې او کړونې لړۍ پيل شوې. پاکستاني پوليس وخت پر وخت افغان کډوال ځوروي او اړباسي يې چې خپل کور، ځمکې، سوداگري او کورني توکي په نيمه بيه وپلوري او خپل هېواد ته لاړ شي.

پوښتنه دا ده، چې پاکستان رښتیا هم له افغان کډوالو موړ شوی او نور غواړي ټول افغان کډوال له ټاکلې مودې وروسته وباسي او که دا گواښونه يې لنډمهالي او د افغان حکومت پر وړاندې غبرگون او سیاسي فشار دی؟

که څه هم په کابل کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د ملي يووالي حکومت له رامنځ ته کېدو راهیسې افغان حکومت هڅه وکړه چې پاکستان سره یې اړیکې ښې شي؛ خو سره له دې پاکستان د اپټا تړون سربېره هندوستان ته اجازه نه ورکوله، چې خپل مالونه د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږي، سربېره پر دې پاکستان له چين او نورو هېوادونو د افغان سوداگرو له مالونو سره د ميرې چلند کاو، د افغان سوداگرو سلگونه کانټينر د کراچۍ په بندر کې بند پاتې وو، حکومت ترې د هرې شپې «ډيمبريج» تاوان اخيست، په داسې حال کې په دې کې داسې مالونه هم وو، چې خراب شول او يا يې سيزن او موده تېره شوه. افغان حکومت له پاکستانه څو څو ځل غوښتنه وکړه، چې د افغان سوداگرو مالونو ته اجازه ورکړي، خو پاکستان له څو څو ځل ډاډ سربېره هم دغو مالونو ته اجازه ورنه کړه، چې بالاخره افغان سوداگرو ته میليونونه ډالر زيان واوښت.

د پاکستان د دې کړنو پر مهال افغان حکومت د بديلې لارې په لټه کې شو، له هند او ايران سره دې پرېکړې ته ورسېد، چې چابهار بندر اباد کړي. له دې لارې به هند او ايران خپل مالونه د افغانستان له لارې مرکزي اسيا ته لېږدوي او افغانستان به هند ته خپله سبزي، وچې او لمدې وې او قيمتي کاڼي لېږي. د دې تر څنگ افغانستان او چين د ريل پر مټ د سوداگرۍ تړون وکړ. وړمه ورځ د چين له هايمن ښاره له چينايي توکيو ډک ريل گاډی راروان شوی او دوه اوونۍ وروسته به د قزاقستان او ازبکستان له لارې حيرتان ته راورسيږي.

افغان حکومت غواړي، چې د چابهار او چين ـ افغان ريل گاډي تړون له مخې خپلې گټې غښتلې کړي، ځان د پاکستان له اړتياوو خوندي کړي او له دې لارې بيا د پاکستان له سياسي فشاره هم ځان وژغوري.

د افغان حکومت مهمه هیله پاکستان ته دا وه چې د سولې په بهیر کې مرسته وکړي؛ خو په دغې برخه کې هم افغان حکومت کومه لاسته‌اوړنه نه درلوده. دا چې پاکستان ونه غوښتل چې سولې بهیر کې مرسته وکړي او که یې ونه شوای کړای، په دې اړه د افغانانو نظرونه هم وېشلي دي. خو مهمه دا ده چې د سولې په تړاو له پاکستانه د افغان حکومت هیله هم په نهیلۍ بدله شوه.

پاکستان غواړي افغان کډوال وباسي؟

د پاکستان له چلن او ستراتیژيکو موخو داسې برېښي چې نه غواړي افغان کډوال په ټوليزه توگه له پاکستانه وشړي او د افغان کډوالو ميليونونه ډالر پانگه له لاسه ورکړي. داسې ښکاري چې د افغان کډوالو ځورونه  يوازې پر افغان حکومت د سیاسي فشار لپاره کاروي. د دغو فشارونو لاملونه هم له هند سره د افغان حکومت نژدې والی او د هند په مالي مرسته یې له ایران او هند سره د چابهار تړون لاسلیک کول گڼل کېږي.  له بلې خوا افغان کډوال د پاکستان په واک کې پر افغان حکومت د سیاسي فشار ښه وسیله ده چې نه یې غواړي په نژدې راتلونکي کې يې له لاسه ورکړي.

د افغان چارو پاکستانی ژورنالېست رحيم الله يوسفزی وايي، «۹۸ سلنه افغان کډوال پر پاکستان بوج نه دي، خپل کاروبار کوي او گټه يې د خپلو کورنيو تر څنگ پاکستان ته هم رسيږي». د پېښور او پنجاب په سترو سوداگریزو ودانیو کې د افغان سوداگرو پانگه د پام وړ ده. په افغانستان کې د کلونو جگړو او ناامنۍ له امله افغانانو په پاکستان کې سلگونه میلیونه ډالر پانگونه کړې ده.

د ځینو باوري سرچینو په وینا، پاکستان نه غواړي چې افغان کډوال په یو مخیز ډول دغه هېواد پرېږدي.  د دغو سرچینو به وینا پاکستان د حزب اسلامي د مشر گلبدين حکمتيار زوی حبيب الرحمن او گڼ نور افغانان هڅولي، چې پاکستان کې د پاتې کېدو لپاره دې لاريونونه وکړي او د رسنيو له لارې له پاکستانه غوښتنه وکړي، چې افغانانو ته دې نور وخت هم ورکړي او په زوره دې نه شړي. په دغو کسانو کې، چې پاکستان کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو لپاره هلې ځلې کوي، يو شمېر داسې افغانان هم شته، چې پاکستانۍ تذکرې لري او ځانونه پاکستاني بولي.

د افغانستان او پاکستان یو پر بل تورونه

افغانستان او پاکستان له تېرو څو کالو راهيسې پر يو بل د مداخلو او لاسوهنو تورونه لگوي او هر يو يې د خپل ځان لپاره دلايل لري:

له پاکستانه د افغان حکومت خواشیني

افغان حکومت وايي، چې پاکستان دوی سره ښې اړيکې نه غواړي، افغان سوله کې د زړه له تله مرسته نه کوي. افغان ولسمشر اشرف غني وايي، چې واک ته له رسېدو وروسته يې پاکستان سره اړيکې ډېرې پراخې کړې، چې د حکومتي گډونوالو، اپوزيسيون او هندوستان په گډون د گڼو گاونډيو هېوادونو د خپگان لامل شو او له ډېرو افغانانو يې د «پاکستان، د سيمې په سياسي جغرافيه ناخبره، ناپوهه» او گڼ نور پېغورونه وزغمل. خپل سرتيري يې پاکستان ته د روزنې لپاره ولېږل، د پاکستان طالبانو د مشر ملافضل الله پر ضد يې څو ځلې عمليات وکړل، لطيف الله محسود يې له نيولو وروسته پاکستان ته وسپاره، د پېښور د پوځي ښوونځي د بريد پلان کوونکی عمر منصور «نری» هم افغان حکومت وواژه. افغان حکومت دا هم وايي، چې د دوی وسله‌وال مخالفين په پاکستان کې ژوند کوي، هلته يې کورونه دي، له دغه ځايه افغانستان کې بريدونه او چاودنې کوي. پاکستان دغه مخالفين نه له خپلې خاورې وباسي او نه يې پر ضد عمليات کوي.

ولسمشر غني پر دې باور دی، چې پاکستان ورسره د سولې په برخه کې تکراري ژمنې وکړې، خو عملا يې څه نه دي کړي، بلکې په لوی لاس يې د سولې بهير د ځنډولو او ناکامولو هڅې کړي، په دې تمه چې طالبان به د افغانستان گڼې سيمې ونيسي او کېدای شي د اشرف غني په مشرۍ د ملي يووالي حکومت نسکور شي. افغان حکومت دا هم وايي، چې پاکستان د تېرو څو کالو پر مهال له خپل ستراتيژيک موقعيت او د افغانستان له مجبوريو په گټه اخيستو غواړي افغان حکومت اړ کړي، چې د پاکستان غوښتنې ومني، چې له امله يې افغانستان اړ شو، د پاکستان پر ځای نورې متبادلې لارې وسنجوي. افغانستان لپاره د پاکستان پر ځای بل متبادله سوداگريزه لاره د هند په مالي مرسته د چابهار بندر او د افغان چين ريل گاډي پټلۍده.

پاکستان خپل تورونه لري

پاکستان وايي، چې ۲۰۰۱م د سپتمبر د يوولسمې له پېښو وروسته يې افغانستان کې خپل دوست حکومت، چې د پاکستان په گټه و، د افغانستان لپاره يې له لاسه ورکړ، خپلې ټولې لويې لارې او گڼ هوايي ډگرونه يې د طالبانو د ځپلو لپاره يې د امريکا بمبار ته وقف کړي دي. د افغان جگړې له امله يې د هېواد په لويديځ کې د طالبانو پر ضد عمليات پيل کړل، د افغانستان له امله پاکستان د کورنۍ جگړې ښکار شوی، زیات شمېر طالبان يې ژوندي ونيول، گڼ شمېر يې امريکا ته وسپارل، د افغان حکومت په جوړولو کې يې مرستې کړي. پاکستانیان تور پورې کوي چې د تېرو پنځلسو کالو پر مهال افغان حکومت د پاکستان پر ضد کړنې پيل کړي، د بلوڅو بېلتونپالو ملاتړ کوي او پټنځايونه يې په افغانستان کې دي. پر افغانستان د پاکستان بله هغه نیوکه چې ډېره یادېږي دا ده، چې هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي او د افغان حکومت يو ځل بيا د پښتونستان قضيه راپورته کوي.

د پاکستان  پر خاوره د طالب مشرانو د ژوند او د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د وژنې په غبرگون کې پاکستان وايي، چې د پاکستاني طالبانو پخوانی مرستيال د ملي امنيت له سرتېرو سره روان وه، چې امريکا د پاکستان په غوښتنه ونيو او له څو مياشتو بند وروسته يې پاکستان ته وسپاره. پاکستان دا ادعا هم کوي، چې عمر منصور، شاهدالله شاهد او نور پاکستاني طالبان د افغانستان په خاوره کې د امريکا بې پيلوټې الوتکې په نښه کړل، ملا فضل الله له افغان چارواکو سره راشه درشه لري او زياتوي، چې د حکيم الله محسود درملنه هم په کابل کې شوې وه.

ځمکني حقايق

د افغانستان او پاکستان د اړيکو په اړه پاکستانی ژورنالېست طارق پيرزاده وايي، چې پاکستان تل له خپلو گاونډيانو سره ناوړه چلند کړی، له چين پرته هند، افغانستان او ايران سره يې اړيکې تل بې خونده پاتې شوي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پخواني سکرتر رياض احمدخان په خپل کتاب کې د افغانستان او پاکستان د اړيکو په اړه پاکستان گرم بللی، چې د افغانستان په چارو کې مداخله کوي او له پاکستانه يې غوښتنه کړې، چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه پرېږدي. رياض احمد خان پر پاکستاني چارواکو غږ کړی، چې د پښتونستان موضوع د حکومت په گډون ټولو افغانانو لپاره حساسه ده، پاکستان بايد افغان حکومت دې ته اړ نه کړي، چې په دې موضوع بحث وکړي او د اوسنيو حکومتونو د توان کار نه دی.

پاکستان تل د کابل پر ځای د افغان حکومتونو د وسله والو مخالفینو څنگ نیولی. پاکستانی ژورنالېست معيد پيرزاده وايي، چې پاکستان تل هڅه کړې، افغانستان کمزوری وساتي.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

وروستي

زېرمتون