افغانستان سلايډ (فيچر)

ولسي جرګه کې یو ځل بیا د غیر مسؤل قومندان علي‌پور پر سر غوغا جوړه شوه

د ولسي جرګې یو شمېر غړو ځل بیا د ميدان وردګو ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د غير مسؤلو وسله والو قومندان علي‌پور د مخ پر زیاتېدونکو خپلسریو او یرغمل نیونې په اړه په رسنیو کې د خپرو شويو راپورونو په تائید وویل، چې نوموړي یو ځل بیا لسګونه ولسي وګړي يرغمل کړي.

په ولسي جرګه کې د ميدان وردګو ولايت استازي عبيدالله کليمزي ويلي، د غیر مسؤولو وسله والو مشر علي پور او ملېشې يې په بهسودو ولسوالۍ کې له خلکو سره ظلم زياتی کوي، خلک ځوروي، وژني يې او يرغمل کوي يې.

د عبيدالله کليمزي په وينا د غیر مسؤولو وسله والو دغه مشر شخصي زندانونه لري، اوس يې يو ځل بيا ۲۲ ملکيان یرغمل کړي او يو تن يې وژلی دی.

عبیدالله کليمزي له حکومتي چارواکو غوښتي، چې د علي او د هغه د غیر مسؤولو وسله والو د جرمونو مخنیوی وکړي او نوموړی باید د ملکي خلکو د وژنو په جرم بندي او قانون ته وسپارل شي.

علي پور په بهسودو ولسوالۍ کې شپږ سوه غیر مسؤول وسله وال لري، نوموړی تېر د تېر کال نومبر مياشت کې حکومتي عسکرو له کابل ښار څخه نيولی و، هغه مهال د علي پور پلويانو په کابل ښار او باميانو کې له تاوتريخوالي ډکې مظاهرې پيل کړې وې او د دغو مظاهرو پر مهال له پنځوسو زيات پوليس ټپيان شوي وو.

علي پور د ولسي خلکو د وژنو او ځورنو په تور بندي شوی و، خو له لنډې مودې بند وروسته د ګډ حکومت د دويم مرستيال سرور دانش په ځانګړي امر بېرته خوشې شوی و او يو ځل بيا يې د غیر مسؤلو وسله والو په مشرۍ د خلکو ځورول پيل کړی دی.

د هزاره توکمه ملیشو قومندانانو په ډېری سېمو کې له خلکو سره په سخت چلند ځانونه مشهور کړي. په دې لړ کې په روزګان کې حکیم شجاعي هم ورته ناوړې او وحشتناکې کیسې لري.

د یادونې ده، چې د هېواد په اکثرو سېمو کې د وسله والو قومندانانو خپلسرۍ او ناوړه کړنې مخ پر زیاتېدو دي، تېره ورځ په تخار کې هم یوې ښځې چې ویل یې خاوند یې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دنده لري، د امنیه قومندانۍ مخ ته له رسنیو سره پر یوه محلي قومندان تور ولګاوه چې له څلورو وسله والو سره یو ځای يې پرې جنسي تېری کړی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون