افغانستان سلايډ (فيچر)

د کندهار په ډنډ کې پر امریکايي ځواکونو درنه چاودنه شوې

د کندهار چارواکو خبر ورکړی، چې تېره شپه په ډنډ ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو پر یوه زغروال ټانګ د ماین زوروره چاودنه رامنځته شوې، چې تر سهاره یې عامو خلکو او پولیسو ته سیمې ته د ورتګ اجازه نه ورکوله.

د ناټو د غوڅ ملاتړ مطبوعاتي دفتر هم چاودنه تائید کړې او یوازې د یوه بهرني سرتېري ټپي کېدل یې منلي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د دې برید مسؤلیت منلی او لیکلي يې دي، چې « تیره شپه د کندهار ولایت ډنډ ولسوالۍ اړوند هوایي ډګر ته نژدې سرګز سیمه کې د امریکایي اشغالګرو په ټانګ قوي چاودنه وشوه.
په پیښه کې ټانګ په بشپړه توګه ویجاړ، سپاره اشغالګر عسکر ووژل شول.»

په جنوب کي د بهرنیو ځواکونو دفتر منلې، چي د کندهار په ‌‌‌‌‌‌ډنډ ولسوالۍ کي یې د سرتېرو پر یوه ټانګ چاودنه شوې او یو سرتېری یې ژوبل شوی؛ خو د نورو مرګ ژوبلې په اړه یې له معلوماتو ورکولو ډډه کړې.

ویل کېږي، په دغه ټانګ کې سپرو بهرنیو عسکرو د کندهار هوايي ‌‌‌‌‌‌ډګر د امنیت مسولیت درلود.

همدارنګه راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو وړمه شپه د کندهار د ‌‌‌‌‌‌ډنډ ولسوالۍ پر شفا نومې پوسته حمله کړې، درې پولیس یې وژلي او دوه یې ټپيان کړي.

له دې حملې سره جوخت کله چي د پنجوایي ولسوالۍ د سرحدي پوستې پولیس د هغوئ مرستي ته روان وو،په لاره کې يې پر رینجر موټر د ماین چاودنه شوې،چې د ګلالي په نوم قوماندان یې له دوو پولیسو سره وژلی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون