سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ نړيوالې

نړیوالې رسنۍ: امریکايي ځواکونو د داعش مشر ابوبکر البغدادي وژلی

څو شیبې وړاندې ګڼو امریکايي او نورو نړیوالو رسنیو د امریکايي استخباراتي چارواکو له خولې راپورونه خپاره کړي، چې امریکايي ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په پایله کې د سوریې په شمال کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي له منځه وړی دی.

که څه هم تر اوسه د نوموړي د مرګ او ژوند په اړه رسماً څه نه دي ویل شوي، خو سپينې ماڼۍ ویلي ولسمشر ډونلډ ټرمپ به د یکشنبې په ورځ / لړم ۵/اکټوبر ۲۷) یوه “لویه بیانیه” ورکړي، خو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

بي بي سي، نیوزویک، سي این این، اسوشېټيډ پریس، نیویارک ټایمز او ګڼې نورې نړیوالې رسنۍ له کابو یوه ساعت راهیسې درګرده د بغدادي د مرګ راپورونه خپروي.

ولسمشر ټرمپ له دې خبر وړاندې په یوه مرموز ټویټ ښايي همدې خبر ته په اشارې کې ویلي وو : یو لوی څه پېښ شوي دي.

امریکايي رسنیو د نامعلومو سرچينو له قوله ویلي چې ددې هېواد ځواکونو د سوریې په شمال کې د داعش مشر ابوبکر البغدادي د عملیاتو پرمهال په نښه کړی دی.

نیوزویک خبري رسنۍ د عملیاتو اړوند یوه چارواکو له قوله ویلي، دغه پوځي عملیات ځانګړو ځواکونو وروسته له هغې پيل کړي چې دوی ته “د عمل وړ باوري استخباراتي معلومات” ور رسېدلي.

بل پلو یوه امریکايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دغه عملیات ترسره شوي خو د البغدادي د وژل کېدو خبر نه شي تاییدولی.
د داعش د مشر ابوبکر البغدادي د مړینې خبر څو ځلې وړاندې هم خپور شوی خو وروسته ناسم بلل شوی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون