پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

پاکستان کې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د ازادۍ پراخ لاریون پیل شو

نن یکشنبه /اکتوبر۲۷مه د د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان پلویانو د اپوزیسيون د نورو ګوندونو له کراچۍ څخه د پلازمېنې اسلام اباد پر لور لاریون پېل کړ، چې د دوی په خبره تر هغه به يې دغه احتجاج روان وي، چې د لومړي وزیر عمران خان حکومت یې رانسکور کړی او هغه یې له دندې شړلی نه وي.

د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د حکومتي او اپوزیسيون ګدونو ترمنځ د مذاکراتو په ترڅ کې لومړنی ملاقات شوی وو، چې د ځينو سرچینو په خبره لومړنۍ لیدنه بې له کوم پرمختګ پرته پای ته رسېدلې. خو تېره شپه د حکومتي مذاکراتي ټيم د مشر پرویز خټک او د مقابل لوري په استازیتوب د اکرام خان دراني ترمنځ پر دې هوکړه وشوه، چې حکومت به لارې نه بندوي او لاریونوال به د پلازمینې په ایچ ناین/H9 ډګر کې احتجاج کوي، خو د حساسې حکومتي ساحې حدودو ته به نه داخلیږي.

مولانا فضل الرحمان چې لومړی يې د حکومت پر ضد دغه لاریون اعلان کړ، وروسته يې د اپوزیسيون شاوخوا ټولو ګوندونو نه یواځې د ملاتړ اعلان وکړ، بلکې د یو شمېر ګووندونو مشران او غړي به په همدې لاریون کې ګډون هم کوي.

تر اوسه حکومت د جمعیت علماء اسلام ګوند پر مهمو غړو لکه مفي کفایت الله او حافظ حمدالله سربېره د اپوزسیون د مشرانو د نیولو او نظربند ساتلو لپاره عملیات کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون