روغتيا او ژوند

پر ماشومانو د اسپرین وژونکی اغېز

د روسيي یوه ډاکټر ادعا کړې چې اسپرین گولۍ پر ماشومانو ناوړه اغېز کوي، له همدې امله باید له ۱۲ کلونو څخه لږ عمر لرونکو ماشومانو ته د زکام، انفلونزا او نورو ناروغیو پر مهال دغه گولۍ ورنکړل شي.

ښاغلی اېرینا یارتسوا، د ماشومانو د عمومي داخلې ډاکټر د دې ادعا پر مهال وویل چې، ماشومانو ته دغه درمل ورکول په هغوی کې د ځیگر د وژونکو ناروغیو د رامنځته کېدو لامل گرځي.

د ښاغلی یارتسوا په وینا، هېڅوک نه پوهېږي چې ماشوم به يي اسپرین کارولو څخه وروسته له دغو جدي ستونزو سره مخ شي، چې له همدې امله د ځیگر معاینات يي هم نه ترسره کوي؛ خو ثابته خبره دا ده چې اسپرین د ماشومانو په ځیگر کې وژونکي خطرونه رامنځته کوي.

له دې سربېره، نوموړي وویل چې اکثره خلک په دې باور دي چې اسپرین د الکولي مشروباتو له امله رامنځته شوی مسمومیت له منځه وړي، خو په اصل کې د دې برعکس اغېز کوي او دغه مسمومیت نور هم شدید کوي.

د یادونې وړ ده چې استیل سالیسیلیک اسید چې مخفف يي اې. اېس. اې (ASA) دی (سوداگریز نوم يي اسپرین (Aspirin) او فورمول يې C9H8O4 دی)، د یوه حلقه بنزین لرلو له امله یو اروماتیک ترکیب دی. اسپرین په طبیعي ډول د بېد ونې په پوټکي کې موندل کېږي.

استیل سالیسیلیک اسید چې په خپل سوداگریز نوم اسپرین پېژندل کېږي غیر استروییدي د پړسوب ضد درمل دی چې د درد، تبې او ځینو نورو عامو ناروغیو لپاره کارول کېږي او د ډاکټر له نسخې پرته هم په درملتونونو کې پلورل کېږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون