پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

سناتور حافظ حمدالله: افغان وم، افغان یم او افغان به اوسم

وروسته له هغې چې د پاکستان د برېښنايي رسنیو څارونکې اداره پیمرا په یو حکم کې ، د بلوچستان اوسېدونکی او د جمعیت علما اسلام یو مشر حافظ حمدالله پاکستانی نه،بلکې افغان دی او له خصوصي رسنیو یې له نوموړي سره د مرکې نه غوښتنه وکړه، نوموړي ویلي جالبه ده،چې د پاکستان حکومت هغه افغان او کورنۍ يې پاکستانۍ ثابته کړې.

د پاکستان د ثبت او احصایې ادارې پرېکړې د پاکستان میشتو پښتنو غبرګونونه را پارولي.

دغې ادارې نادرا د جمعیت العلما د پخواني سناتور او ایالتي وزیر حافظ حمدالله تابعیت منسوخ کړی او وايي، نوموړی افغان دی.
پر ټولنیزو شبکو په زرګونو پاکستان میشتو پښتنو لیکلي، چې دوی ټول افغانان دي.

پیمرا تېره ورځ وویل ، چې نادرا د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر پر ۱۱ دې ادارې ته لیک کې ویلي، چې حافظ حمدالله پاکستانی وګړی نه دی. نو دا چې ثابته شوه حافظ حمدالله بهرنی دی، نو ټولو تلوېزونونو ته سپارښتنه دا ده چې د خبرو او مرکو لپاره یې ونه بولي.

حافظ حمدالله له رسنیو سره خبرو کې پر دې پرېکړه حیرانتیا ښودلې.

هغه نن له امریکا غږ ډېوه راډیو سره د خبرو پر مهال وویل، چې جالبه دا ده چې نادرا د نوموړي پلار چې د حکومت مامور پاته شوی او د نوموړي زوی شبیر احمد چې په خپل شوق يې په پاکستاني پوځ کې دنده اخستې، پاکستاني ثابت کړي، خو ده ته د افغانیت سزا ورکوي.
حافظ حمدالله چې نادرا یې تخلص صبور ښوولی، او دی خپله له ځان سره کوم تخلص نه کاروي، د بلوچستان د کلاعبدالله ولسوالۍ د چمن اوسېدونکی دی، په خټه پښتون نورزی دی او پر ۱۹۶۸ کال همدلته زېږېدلی دی.

نوموړی پر دیني زدکړو سربېره په ساستپوهنه کې ماسټري لري.

حافظ حمدالله د بلوچستان په کچه د جمعیت علما اسلام یو مخکښ مشر دی او د پاکستان په کچه یو توندژبی او ژبور سیاستوال بلل کېږي، هغه ډېر ځلې په ګردي میزونو کې په جدي بحثونو او حاضرځوابۍ مشهور دی.

نوموړی د ۲۰۰۲ کال ټاکنو کې د متحده مجلس عمل په ټکټ صوبايي اسمبلۍ کې د چمن غړی شو او وروسته د روغتیا وزیر شو . د ۲۰۰۸ کال ټاکنو کې ایالتي پارلمان ته کامیاب نه شو، خو پر ۲۰۱۲ کال د پاکستان د مشرانو جرګې سناتور شو.

سناتور حمدالله د دې پوښتنې په ځواب کې ، چې که پاکستاني حکومت پر نوموړي د بهرنیتوب په جرم نور بندیزونه هم ولګوي، نو د ده غبرګون به څه وي، ویې ویل: چې اوسني حکومت د ده پر تابعیت ډرون برید کړی، که یې ژوند ته نور ګواښونه او خطر پېښ شي؛نو یا به کابل او یا ډيلي کې ژوند غوره کوم.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون