روغتيا او ژوند

هغه ناروغي چې له امله يې بدن خپله الکول تولیدوي

Drunk and unconscious businessman lying on a counter

د امریکا شمالي کرولېنا ایالت کې یو موټر چلوونکی چې پولیسو پرې د نشې حالت شک کړی و ودراوه، که څه هم دغه موټر چلوونکي په څو څو ځلې وویل چې هېڅ ډول نشه يې نه ده کړې، خو پولیسو ونه منله او هغه يې تر ټولو نژدې روغتیايي مرکز ته ولېږه.

د روغتیايي مرکز له معایناتو څخه هم څرگنده شوه، چې د نوموړي وینه کې د الکولو اندازه ۰٫۲ سلنه ده او دغه اندازه د موټر چلونکو لپاره د ټاکل شوې اندازې دوه چنده ده.

خو موټر چلوونکي بیا هم ټینگار وکړ، چې هېڅ ډول نشه‌يي توکي يې نه دي کارولي او الکولي مشروبات يې هم نه دي څښلي. خو د روغتیايي مرکز کاروونکو هم ورسره ونه منله، ځکه چې د مست او نشه انسان ټولې نښې په کې له ورایه ښکارېدلې.

وروسته بیا د نیویارک د رېجمونډ طبي پوهنتون څېړونکو وموندله چې نوموړي رښتیا ویل، او هېڅ ډول الکولي مشروبات يي نه وو کارولي.

د دغو څېړونکو په وینا، دغه موټر چلونکی په داسې ناروغۍ باندې چې په کې بدن خپله له خوړو څخه الکول جوړوي اخته و. په دې رنګه ناروغۍ د اخته کسانو بدن پخپله الکول تولیدوي چې دغه تولید شوی الکول د وینې جریان سره یو ځای کېږي او انسان نشه کوي.

فرهاد ملک نومې څېړونکي چې د دغې پېښې څېړلو کې يې مرسته کړې، د سي اېن اېن شبکې ته په دې اړوند وویل، چې په دغه ناروغۍ اخته کسان شراب څښونکي یا نورې نشه‌يي توکي کاروونکو ته ورته نښې لري. په لاره سم نشي تللی، خوله يې د الکولو بوی کوي او نیمه خوب حالت کې وي.

د ښاغلي ملک په وینا، له دې وړاندې د دغې ناروغۍ درملنه ناشونې وه خو اوس يې درملنه ممکنه ده. د نوموړي په وینا د ځانگړي درمل او د خوړو رژیم په مرسته دغه ناروغي په بشپړه توگه له منځه تللی شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون