سلايډ (فيچر) نظر

که سوله ونه شوه؛ افغانستان به د یوې بلې ناپایه جګړې ښکار شي

لیکوال: شفیع اعظم

یوېشتمه پېړۍ د نولسمې او شملې پېړۍ په پرتله په ډیر چټک ډول د بدلون په حال کې ده.

د افغانستان په ګاونډ، سیمه او نړۍ کې حالات ورځ تر بلې په ډیر شدت سره بدلېدونکي دي. د افغانستان تېر تاریخ او تجربو ته په کتو له بده مرغه تل  د زبرځواکونو د سیاستونو او زورګویي قرباني شوی. دغه موقعیت په اړه علامه اقبال وایي:
“د افغانستان راتلونکی راته ښه نه ښکاري، ځکه هغه هېواد چې د دوو سترو قدرتونو منځ کې وي، کله يې هم ښه ورځ نه ده ليدلې”. لکه سوريه چې د رومي او فارسي امپراتوريو ترمنځ وه او افغانستان بیا تر ننه د زورورو د اختلاف بیه پرې کوي.

نولسمه پېړۍ کې د وخت لویو ځواکونو (انګریز او روسانو) د زور ازمایي قرباني. شلمه پېړۍ کې د وارسا، ناټو او امریکا په سړې جګړې کې لګدمال او په تداوم یې د ګاونډیو، سیمې او نړیوالو قدرتونو د نیابتي جګړو او سیالیو ډګر. یویشتمه پېړۍ کې بیا د ټروریزم خلاف د نړیوالې جګړې اصلي قرباني او اوس که وضعیت د افغانانو له لوري مدیریت نشي؛ نو داسې ښکاري چې داځل به افغانستان د چین او امریکا تر منځ د یوې نوې اقتصادي جګړې کوربه وي.

همدا اوس چې دا مطلب لیکل کېږي موږ په نړیواله کچه د (Trade War) تر عنوان لاندې د امریکا او چین د اقتصادي جګړې شاهدان یو. د چین اقتصادي عروج یوې انکار نه کېدونکې مرحلې ته رسېدلی او امریکا چې ځان د نړۍ سیاسي او اقتصادي ځواک ګڼي مقابلې ته یې مټې بډوهلي. د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ، د دفاع وزیرانو جیمز مټیس او مایک ایسپر په کراتو ویلي چې “اوس لپاره د امریکا ګټو ته ستر ګواښ ټروریزم نه بلکه د روسیې بیاځلي پورته کېدل او د چین توپاني اقتصاد دی چې د امریکا ټول مارکیټونه یې د خپلو سوداګریزو توکو پر مټ فتحه کړل”.

چین د خپل اقتصادي ځواک غځېدا او تداوم لپاره د لار – کمربند ابتکار Belt & Road Initiative (BRI) تر عنوان لاندې یوه نړیوال شهکار ته مخه کړه چې د شپږو اقتصادي دهلیزونو پر مټ به چین د زمکې او سمندر له لارې د سړک، ریل پټلۍ، پایپ لاین، نوري فایبر او نورو وسایلو له لارې مرکزي اسیا، جنوبي اسیا، غربي اسیا، منځني ختیځ، افریقا او اروپا سره په نویو او لنډو لارو وصل شي.

د چین جمهور رئیس شی جی پینګ په 2013 کې رسما دغه د سوداګرۍ او کلتورونو د تبادلې سیمه ییز او قاره ایز ابتکار د لار – کمربند ابتکار (Belt and Road Initiative) په نوم اعلان او عملا یې دغه هدف بشپړېدو لپاره سیمه ییز او نړیوالې هڅې پېل کړې. د چین دغه نړیواله پراختیایي سټراتیژي هوکړه لیک د افغانستان په ګډون 123 هیوادونو او 29 نړیوالو سازمانونو لاسلیک کړې څو په ګډه په اسیا، منځني ختیځ، افریقا او اروپا کې د زیربنا او پانګونې برخه کې وړې او غټې پروژې ولري.

د چین لار – کمربند ابتکار (BRI) تر پورته ذکر شویو هیوادونو او سازمانونو نه منحصرېږي او په پرله پسې ډول هڅې روانې دي څو پاته هیوادونه او سازمانونه هم په یوه نه یوه شکل د دغه ابتکار برخه وګرځي. د ځینو تخمیناتو په اساس “لار – کمربند ابتکار د نړۍ په کچه یو له سترو زیربنایي پروژو څخه شمېرل کېږي چې اوس مهمال څه باندې 68 هیوادونه او د نړۍ څه باندې 4.4 ملیارد وګړي یا 65 سلنه نفوس او د نړۍ څه باندې  40 سلنه کورني ناخالص عواید به په ځان کې را ونغاړي”.

د شنونکو په باور د دغه ابتکار پر مټ چین غواړي خپلو توکو ته نوي مارکیټونه، اروپا ته لنډ لاس رسی او ټولې وچې به په یوه نوي چینایي میکانیزم او سټنډرډونو داسې را ونغاړي چې د شبکې ټول کنټرول به د چین په لاس او تر ډیره به امریکایي هژموني خپل ځای چینایي هغې ته پرېږدي.

افغانستان له چین سره نږدې 76 کیلومترو ګډې پولې په درلودلو سره هغه نښتی ګاونډی دی چې تر اوسه د چینایي ابتکار دغه حلقه کې محروم ښکاري.

د افغانستان شاخوا ټول ګاونډیان په مستقیمه توګه د لار – کمربند ابتکار فعال غړي دي او د دغه چتر لاندې په یادو هیوادونو کې د ملیاردونو ډالرو په ارزښت زیربنایي، ټرانسپورټ، انرژۍ تولید، صنعتي پارکونو لسګونه نورې لویې او منځۍ پروژۍ تر کار لاندې دي. د افغانستان شاخوا د Belt & Road Initiative دوه کمربندونه تير شوي چې یو یې (CPEC) او بل یې (CCAWAEC) دی.

د افغانستان په ختیځ او جنوب کې “لار – کمربند ابتکار” سره پاکستان د China – Pakistan Economic Corridor یا سیپک له لارې وصل شوی او همدا راز د افغانستان په شمال او لویدیځ کی یې “چین – مرکزي اسیا، لویدیځې اسیا اقتصادي دهلیز” (China – Central Asia, West Asia Economic Corridor) غځېدلی چې پر مټ یې تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران د دغه سیمه ییز ستر ابتکار برخه ګرځېدلي.

پورته شکل د BRI زمکني او سمندری مسیرونه ښیي چې د افغانستان شاخوا ګاونډیو هیوادونو نه تېر شوي خو افغانستان ترې تر اوسه محروم ښکاري

 

د دې باوجود چې افغانستان د خپل سټراتیژیک موقعیت په لحاظ دغه ابتکار لپاره په امنیتي او اقتصادي لحاظ یو تر ټولو مهم هیواد دی؛ خو دوه عمده دلایل دي چې لا هم د دغه ابتکار عملي برخه ندی ګرځېدلی.

  1. خراب امنیتي وضعیت او دوامداره بې ثباتي

د لار – کمربند ابتکار په عملي غړي کېدو سره به افغانستان په اتومات ډول د سیمې پر څلور لارې بدل شي چې جنوبي اسیا به له مرکزي اسیا او ختیځ او جنوب ختیځې اسیا ګڼ هیوادونه به د افغانستان له لارې له مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هیوادونو سره د وصلېدو لنډه لار ومومي. دغه اتصال او عملي کېدو لپار به افغانستان کې د BRI تر چتر لاندې د سړک او ریل پټلۍ غځېدو په موخه ملیارډونو ډالرو په ارزښت سترې پروژې پلې شي. همدا راز افغانستان د انرژۍ بډای او تږو هیوادونو منځ کې پروت واحد هیواد دی چې په لنډه لار به یې د نفتو، ګازو پایپ لاینونه او مرکزي اسیا نه مخ په جنوبي اسیا په پراخه کچه د برېښنا مزي او نوري فایبر شبکې وغځېږي چې یواځې ټرانزیټي فیس یا حق العبور له درکه به یې افغانستان هر کال ملیاردونه ډالر عواید ولري.

خو د دغو ټولو پروژو انتقال یوه قوي مرکزي نظام او دایمي سولې او ثبات ته اړتیا لري چي له بده مرغه افغانستان ترې محروم دی. ملیونونو ډالرو په ارزښت پر توکو بار لارۍ، اور ګاډي، پایپ لاینونه، برېښنایي مزي او نور کاروبارونه یواځې مصؤن چاپیریال کې د تبادلې او انتقال وړ دي. له تېرو څلوېښتو کالو په پرله پسې توګه افغانستان د سیمه ییزو او داخلي کشمکش قرباني وو او له بل لوري اوس هم په یوه نا پایله او د امریکایي متخصصینو په باور نه ګټونکې جګړې کې ښکېل دی چې دا ټول د دې سبب شول چې لار – کمربند ابتکار دوه لوی کمربندونه او دهلیزونه د افغانستان له جغرافیې بهر نورو ګاونډیو هیوادونو کې طراحي او عملي شي.

  1. امریکا او هند سره د افغانستان ستراتیژیکه ملګرتیا

د امنیتي تهدیداتو او اوږدمهاله بې ثباتۍ سربېره دوهم عمده لامل د افغان حکومت سټراتیژیکه ملګرتیا له امریکا او هند سره هغه څه دي چې چین زړه نه ښه کوي افغانستان د دغه ټرلیون ډالري ابتکار برخه شي.

BRI هغه ابتکار وو چي اعلان سره یې په ټوله نړۍ کې پراخ مثبت غبرګونونه را وپارېدل خو امریکا او هند هغه دوه هیوادونه وو چې تقابل کی یې ودریدل او جاپان، اسټرالیا بیا دغه ابتکار کې د ګډون پر ځای د هغې نرم مخالفت وکړ.

امریکا او هند دغه ابتکار ته په ډیره بدبینانه سترګه ګوري او دا د اقتصادي ودې او سیمه ییزې همکارۍ تر عنوان لاندې د چین لخوا یو سیاسي دام بولي چې پر مټ یې سیمه او نړۍ کې د خپل سیاسي نفوذ پراخېدو هڅه کوي. امریکا دغه ابتکار ته د قرضوي دام، عدم شفافیت، چاپریال تخریبونکې برنامه او د ملتونو د زبېښلو یوې هڅې نوم ورکوي.

“امریکا په لویه کې د BRI جیوپولیټکل وضعیت ته اندېښمنه ده. امریکا ویني چې چین د اقتصادي برنامو تر عنوان لاندې اوراسیا سیمه تر خپل نفود لاندې راولي او هڅه کوي له دغې لارې د چین دباندې خپل نظامي حضور پراختیا ته زمینه سازي وکړي او دا تلاش پداسې شکل کوي چې امریکا حاشیې ته ټېل وهي. امریکایي مبصرین پر دې باور دي چې لار – کمربند ابتکار د ځوابونو او وضاحتونو پر ځای بیخي ډیرې لاینحل پوښتنې له ځان سره لري”.

هند له چین او پاکستان سره له ډیره وخته پر خاوره او اقتصادي مسایلو اوږدمهاله شخړې لري. هند فکر کوي چې د BRI ابتکار به د چین او پاکستان پر اقتصادي ځواک تمام شي او دا د خپلو حریفانو سیاسي او اقتصادي برلاسی ګڼي. هند په ټول قوت د هغې د مخالفت او تخریب په لټه کې دی چې لومړی یې د BRI ناکامولو لپاره نریندرا مودي په 2014 کې د موسم (Mousum) په نوم عین سیمه ییز ابتکار پېل کړ چې پلان له مخې به د جنوبي اسیا، سوېل ختیځې اسیا، افریقا او هند سمندر ته څېرمه نور نږدې 39 هیوادونه په خپله مشرۍ راټول کړي، خو هند د BRI خلاف د دغې برنامې به تطبیق کې پاتې راغی. لار – کمربند ابتکار سره د مخالفتونو دغې لړۍ کې د 2019 کال په سپټمبر کې د هند د بهرنیو چارو وزارت چین او پاکستان ته په PoK یا لانجمن کشمیر کې د ریل پټلۍ او نورو تاسیساتو په جوړولو کې خبرداری ورکول یو له دغو هڅو بلل کېږي.

افغانستان د ناکامۍ او بریا واحده کیلي

افغانستان له چین سره د ګاونډیتوب سربېره داسې نقطه کې قرار لري چې د دغه چینایي ابتکار دوه قوي شاه رګونه یي په څنګ او ګاونډ کې غځېدلي. ګډون یې کولای شي د لارې په لنډولو سره هر کال چین، اروپا او نورو غړو هیوادونو ته سوداګریزو راکړو ورکړو کې ملیاردونه ډالر بچت کړي او امنیتي تهدید یې بیا په مطلق ډول د دغه ابتکار په نطفه کې د خنثی کېدو معنی ورکوي.

21 پېړۍ د اسیا د عروج پېل یادېږي او د کارپوهانو په باور د اسیا وروسته پاتې والی درې عمده عوامل لري چې دوی یې درې شیطانان (Three Evils) بولي او هغه عبارت دي له:

  1. ټروریزم (Terrorism)
  2. بېلتونپالنه (Separatism)
  3. افراطیت (Extremism)

له بده مرغه افغانستان څلوېښت کلنه جګړه د دې لامل شوې چې دغو درې ډلو لپاره د ودې او فعالیت مناسب بستر و اوسي. دا بلقوه تهدید که دلته په سوله او ثبات خنثی نشي نو دا کولای شي د افغانستان سربېره چین، سیمې او ټولې نړۍ ته په ستر ګواښ بدل شي.

 

افغانستان جیوسټراتیژیک موقعیت ترننه د افغانانو د ناسم او ضعیف مدیریت له امله د نړیوالو زبرځواکونو، سیمه ییزو او ګاونډیو هیوادونو د نیابتي جګړو پر مرکز بدل کړی. که دا ځل عاقلانه تصمیم ونیول شي نو دا موقعیت برعکس ګاونډیو، سیمې او نړیوالو ځواکونو ته دا فرصت برابروي چې د اقتصادي منابعو او خدماتو په یوه ستر ټرانزیټي مرکز بدل شي چې بیا به ټول د خپلو ګټو او اقتصادي پانګونو خوندیتوب لپاره افغانستان کې د امن او ثبات غوښتونکي وي.

اوس افغانستان او افغانان د تصمیم نیونې په یوه ستر تاریخي ازمېښت کې قرار لري. دا د دوی پر سیاسي ځرکتیا پورې اړه لري چې د سولې او ثبات راوستلو په پار غواړي سیمه ییز اتصال (Regional Connectivity) پر لوري ولاړ شي او که برعکس دلته د ټروریزم، اکسټرمیزم او لس نورو ډراماټیکو نومونو تر عنوان لاندې اوږدو کلونو لپاره په افغانستان کې د جګړې د تداوم ټیکه اخلي او د نا امنۍ پر مرکز بدلېدو سره د یوې بلې ناپایه جګړې پر مرکز بدلېږي.

افغانستان د موجوده داخلي، سیمه ییز او نړیوالو کشمکشونو ته په کتو د بز کشۍ هغه اوزګوړي ته پاتېږي چې هر لوري سره په مطلق ودرېدو سره به یې بیه؛ نه جبرانېدونکې وي. اوس یې وخت دی چې افغانان په ډیر مهارت له دغه ګرم طرفي سنګر نه د بیطرفۍ موقف په نیولو سره لومړی افغانستان ته امن او بیا په سیمه کې روانو مخالفتونو او تضاداتو ته په کتو وضعیت داسې مدیریت کړي چې څپېړې خوړو پر ځای له موجوده منابعو د زیربنا پر رغښت او اقتصادی وده کار واخلي.

#یاهو

د لیکوال لنډه پېژندنه

  • په 1391 کې د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځی فارغ.
  • سبا ټلویزیون کې پروډیوسر او پرزنټر.
  • همدا راز د همیانۍ اقتصادی ورځپانې پخوانی مدیر مسؤل.
  • ټولنیز او د سولې فعال.

 

 

 

اخځونه:

  1. American Perspectives on Belt & Road Initiative by Alek Chance Institute for China – America Studies
  2. Understanding China’s Afghanistan Policy: From Calculated Indifference to Strategic Engagement by SHUBHANGI PANDEY/Issue No: 305, August 2019
  3. احمدیان، بهرام امیر، ابتکار جاده ابریشم جدید چین (اهداف، موانع و چالشها)
  4. https://www.thehindu.com/news/national/china-pakistan-economic-corridor-is-on-our-territory-india/article29382571.ece
  5. https://www.scmp.com/news/china/diplomacy-defence/article/2129774/china-and-russia-are-bigger-threats-us-terrorism-claims
  6. https://www.ttnews.com/articles/us-china-trade-war-worsen-2019-deal-survey-shows?gclid=CjwKCAjw3c_tBRA4EiwAICs8CsfYXvRP0jwHUg-PQJHjB23vknSM_-XosYU8ZhkTf4drlXEFyDBjmBoCQXEQAvD_BwE
  7. http://china-trade-research.hktdc.com/business-news/article/The-Belt-and-Road-Initiative/The-Belt-and-Road-Initiative/obor/en/1/1X000000/1X0A36B7.htm
  8. For review of BRI projects see: https://www.beltroad-initiative.com/projects/
نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون